نړۍ
ایران او اسرائیل دې په سیمه کې د جګړې له غځولو ډډه وکړي – انټوني بلینکن
انټوني بلینکن ویلي؛ ګارواکي مو په سیمه کې له متحدینو او ونډوالو سره په اړیکه کې دي او یوه ښکاره اجماع رامنځته شوې، چې هیڅوک باید وضعیت نور خراب نکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ امریکا ایران او اسرائیلو خبر کړي، چې په منځني ختیځ کې باید شخړې ته لمن ونوهل شي. په داسې حال کې، چې پنټاګون په سیمه کې د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو د نهزغمي ګواښ کړی دی.
په منځنی ختیځ کې له تېرې اوونۍ د حماس او حزب الله د لوړ پوړیو غړیو له وژلو وروسته ایران او متحدینو یې د بریدونو د شونتیا نوې څپې ته چمتو کیږي.
د دوشنبې پر ورځ په عراق کې پر یوه اډه توغندیزو بریدونو پېنځه امریکایي سرتېري او دوه قراردادیان ټپیان شول، چې د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن یې پړه پر ایران پلوه ډلو اچولې ده.
انټوني بلینکن ویلي؛ ګارواکي مو په سیمه کې له متحدینو او ونډوالو سره په اړیکه کې دي او یوه ښکاره اجماع رامنځته شوې، چې هیڅوک باید وضعیت نور خراب نکړي.
نوموړي ویلي: مونږ له متحدینو او ونډوالو سره پوره ډیپلوماسي پالو او دا پیغام نېغ پر نېغه ایران ته رسوو. مونږ دا پیغام په مستقیم ډول اسرائیلو ته هم رسولی دی.
بلینکن ویلي، امریکا به د بریدونو پر وړاندې د اسرائیلو دفاع روانه ساتي؛ خو یادونه یې کړې، چې په سیمه کې باید هرڅوک د کړکېچ زیاتولو او د محاسبې د تېروتنې پر خطرونو پوه شي.
هغه ویلي؛ نور بریدونه یوازې د خطرناکو پایلو خطر زیاتوي، ځکه هیڅوک یې وړاندوینه نشي کولی او هیڅوک یې پوره څارلی نشي.
پنټاګون ویلي، چې منځني ختیځ ته به اضافي جنګي جټ الوتکې او سمندري جنګي بېړۍ واستوي؛ ځکه، چې واشنګټن په سیمه کې د دفاع د پیاوړتیا په لټه کې دی.
آسټین وایي: مونږ د خپلو سرتېرو پر ساتنه راڅرخو او په دې اړه هرڅه کولی شوو.
هغه دا ډاډه هم ورګړ، چې مونږ د اسرائیلو په دفاع کې د مرستې لپاره په ښه حالت کې یوو. که وغوښتل شي.
بلینکن د آسټین او د دوی د اسټرالیايي همکارانو په ګډون له غونډې وروسته دا هم ویلي، چې د غزې په جګړه کې د اوربند او یرغمل شويو تړون ترلاسه کولو لپاره خبرې خپل وروستي پړاو ته رسیدلي او باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.
د فلسطین د اسلامپالي حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تېره اوونۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې ووژل شو. رویټرز راپور ورکړی، چې لع برید وروست ایران اسرائیلو ته د غچ اخیستو ګواښ کړی؛ خو اسرائیلو یې تر دې دمه د برید پړه پر غاړه نده اخیستې.
د لبنان د حزب الله ډلې د لوړپوړي پوځي قومندان فواد شکر له وژل کېدو سره، چې تېره اوونۍ په بيروت کې د اسرائيلو لهخوا په يوه بريد کې ووژل شو؛ د غزې جګړه په منځني ختيځ کې د غځېدو په حال کې ده.
ایران ویلي، چې امریکا د اسرائیلو د ملاتړ له کبله د هنیه په وژنه کې لاس لري.
د دوشنبې پر ورځ د عراق په لویدیځ کې د الاسد پر هوايي اډه د راکټي برید په پایله کې اووه امریکايي سرتېري ټپیان شول.
آسټین ویلي، چې امریکا به پخپلو ځواکونو بریدونه ونهزغمي.
د عراق پوځ د سېشنبې پر ورځ پر امریکایي اډه توغندیز بریدونه وغندل.
د امریکا او ایران دا بېساری متحد (عراق ) د ۲۵۰۰ امریکایي سرتېرو کوربتوب کوي او د ایران ملاتړې ملیشې هم لري، چې له امنیتي ځواکونو سره یې تړاو لري.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
