سیمه ییز خبرونه

ایران او اسرائیل په توغندیزه شخړه کې ښکېل شول

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په تل ابیب کې یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په ایراني بریدونو کې سخته زیانمنه شوې او د رمت‌ګان استوګنځي ویجاړ شوي دي. د اسرائیلو امبولانس خدماتو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه په دې برید کې ۳۴ کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۴

د شنبې پر ورځ ایران په خپله خاوره کې پر اټومي تاسیساتو او نظامي اهدافو د اسرائیلو د پراخو هوایي بریدونو په ځواب کې د تل ابیب او بیت المقدس پر لوري بالستیک توغندي وویشتل.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په تل ابیب کې یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په ایراني بریدونو کې سخته زیانمنه شوې او د رمت‌ګان استوګنځي ویجاړ شوي دي. د اسرائیلو امبولانس خدماتو راپور ورکړی، چې لږ تر لږه په دې برید کې ۳۴ کسان ټپیان شوي او یو کس وژل شوی دی.

د ایران په تهران کې هم د چاودنو راپور ورکړ شوی او رسنیو راپور ورکړی، چې دوه توغندي د مهرآباد پر هوایي ډګر لګیدلي دي. دا هوایي ډګر د پوځ د هوایي ځواک اډې ته نږدې پروت دی.

ایران ویلي، چې د دوی بریدونه د جمعې پر ورځ د نطنز، فردو او اصفهان اټومي تاسیساتو پر وړاندې د اسرائیلو د عملیاتو په ځواب کې ترسره شوي دي.

یوه ایراني چارواکي ویلي، چې د لوړ پوړو پوځي چارواکو په ګډون ۷۸ کسان یې وژل شوي دي.

متحده ایالاتو هم تائید کړې، چې دوی پر اسرائیلو د ځینو ایراني راکټونو په مخنیوي کې برخه اخیستې ده. دغه راز په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی او د جګړې په اړه اندېښنې نورو هېوادونو ته خپرې شوې دي.

د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې، چې ټاکل شوې وه د یکشنبې پر ورځ په عمان کې دوام وکړي؛ په ټپه ولاړې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو اقداماتو خبرې اترې بې معنی کړې دي.

Trending

Exit mobile version