تازه خبرونه

ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ

مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ويلي؛ ایران او افغانستان په اوسنیو سیمه‌ییزو او نړیوالو شرایطو کې له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي او د دغو موضوعاتو د څېړلو لپاره د دواړو هېوادونو نږدې همکاري اړینه ده.

مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.

هغه ویلي، ایران او افغانستان باید خپلې ګډې ستونزې له نږدې وڅېړي او د دواړو هېوادونو او اسلامي امت د ګټو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

مرتضوي کندهار ته، چې د اسلامي امارت مشرتابه په کې حضور لري؛ ځانګړی اهمیت ورکړی او ویلي یې دي، چې ایران د سیمې نورو هېوادونو ته ورته د کابل ترڅنګ په کندهار کې هم مهمې او اغېزمنې موضوعګانې څاري.

نوموړي زیاته کړې، چې له کندهار والي ملا شیرین سره په څو ساعته لیدنه کې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتوترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي همکاریو هم خبرې شوې دي.

د مرتضوي د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د سیمې روان بدلونونه هم وڅېړل شول او د جګړې او بندیزونو په شرایطو کې د دواړو هېوادونو پر پرله‌پسې همکارۍ او ملتیا ټینګار وشو.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، چې په کندهار کې د ایران سرقونسل محمدرضا نفر به د دې لیدنې د پایلو د تعقیب چارې پر غاړه ولري.

مرتضوي کندهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د لیدنې خبر هم ورکړی او څرګندوي، چې په دې لیدنه کې د رسنیزې برخې په اړه پر دوه‌اړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.

هغه بلخ ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي یوسف وفا سره د لیدنې په اړه ویلي، چې په دې لیدنه کې د ګډو موضوعاتو ترڅنګ، د ایران او افغانستان د اړیکو پر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

مرتضوي زیاته کړې، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د متقابل امنیت پر ټینګښت او د بې‌ثباته کوونکو او امنیت ضد اقداماتو پر مخالفت ټینګار کړی او د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې ګډه همکاري مهمه بللې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بلخ له والي سره په لیدنه کې پر اقتصادي موضوعاتو او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version