سیمه ییز خبرونه
ایران او درې اروپايي هېوادونو د اټومي خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره هوکړه وکړه
دې سرچینې تسنیم ته ویلي، چې: ” په اصل کې پر خبرو اترو هوکړه شوې؛ خو د دې خبرو اترو د وخت او ځای په اړه تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نده شوې.”
تسنیم د یوې باخبرې سرچینې د څرګندوږنو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د اټومي دوسیې په اړه د خبرو اترو د پیل لپاره له درې اروپايي هېوادونو؛ جرمني، فرانسې او بریټانیا سره لومړنۍ هوکړې ته رسیدلی دی.
دې سرچینې تسنیم ته ویلي، چې: ” په اصل کې پر خبرو اترو هوکړه شوې؛ خو د دې خبرو اترو د وخت او ځای په اړه تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نده شوې.”
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې اړه مشورې روانې دي او دا روښانه نده، چې راتلونکې اوونۍ به په کوم هېواد کې خبرې اترې ترسره شي.
فرانسې، بریټانیا او جرمني ایران ته د پنجشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې که دا خبرې اترې سمدلاسه بیا پیل نکړي او د اګست تر پایه پورې د پام وړ پایلې ترلاسه نه کړي نو دوی به د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګوي.
په هرصورت عراقچي په ایکس پاڼه کې دا ګواښ رد کړ او زیاته یې کړه، چې هغه اروپایي وزیرانو ته ویلي وه: “دا امریکا وه، چې سږکال په جون کې یې د خبرو اترو میز پرېښود او د ډیپلوماسۍ پر ځای یې پوځي انتخاب غوره کړ؛ نه ایران.”