تازه خبرونه
ایران او روسیه په افغانستان کې پر وروستيو پرمختګونه وغږېدل
د افغانستان لپاره د ایران او روسیې ځانګړيو استازيو روانه اوونۍ په مسکو کې کېناستل او د دې هېواد پر وروستیو پرمختګونو یې بحث او خبرې وکړې.
مهر خبری آژانس څرګنده کړې؛ د لویدیځې آسیا څانګې تویت کړی، چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت لوی مدیر سید رسول موسوي ویلي: د افغانستان په چارو کې د ایران او روسیې ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او ضمیر کابلوف نن په مسکو کې سره وکتل او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.
د ایران او روسیې استازیو په دې ناسته کې د سیمه ییزو همکاریو پر اړتیا، امنیت، سولې، ثبات او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر هر اړخیزو برخو، د روسیې او افغانستان د ګاونډ هېوادونو پر رول او هڅو هم خبرې وشوې.
