تازه خبرونه

ایران او پاکستان په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۱)
د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان پر وضعیت تیلیفوني وغږېدل او یو ځل بیا یې په دې هېواد کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ (د مرغومي ۱۶) د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر امیر حسین عبداللهیان او د هغه د پاکستاني سیال بلاول بوتو زرداري ترمنځ د تیلیفوني خبرو په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ عبداللهیان په افغانستان کې د ښځو پر زدکړو د بندیز په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه.

خبرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې دغه هېواد په افغانستان کې د ښځو د زدکړو او په دغه هېواد کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړی دی.

Trending

Exit mobile version