تازه خبرونه
ایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
سیمهییزې سرچینې ویلي، چې درې افغان کډوال په هرات ولایت کې د سختې سړې هوا له کبله هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ، چې غوښتل یې په ناقانونه بڼه ایران ته واوړي.
د افغانستان یوه امنیتي چارواکي د شنبې پر ورځ د فرانسې خبري سرچینې ته ویلي، چې دغه کسان د افغانستان–ایران له پولې څخه د اوښتو پر مهال د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په همدې سیمه کې یو شپون هم د غرني کهسان په اړوند سیمه کې د سړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: دغه کډوال د هغې ډلې برخه ول، چې د چارشنبې پر ورځ یې غوښتل ایران ته واوړي؛ خو د افغانستان سرحدي ځواکونو ودرول.
دغه راز زیاته شوې، چې د لټون عملیات هماغه شپه پیل شول او د قربانیانو جسدونه د پنجشنبې پر ورځ وموندل شول.
دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) نوې شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې څخه د نومبر تر پای پورې له ۱.۸ میلیون زیات افغانان د ایراني چارواکو لهخوا افغانستان ته شړل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی، چې دا پراخې ستنېدنې په سختو شرایطو کې د افغانستان پر محدودو سرچینو او خدماتو دروند فشار راوړي او د بیاځلي بېځایه کېدو خطر زیاتوي، چې ایران او پاکستان ته د کډوالو بېرته تګ هم رانغاړي.
همدارنګه د بښنې نړیوالې ټولنې د نړۍ له هېوادونو غوښتي؛ افغانستان ته دې د افغانانو د جبري ستنولو بهیر ودروي او خبرداری یې ورکړی، چې ستنېدونکي « د جدي زیانونو له واقعي خطر» سره مخ دي.
افغانستان، چې په وروستیو میاشتو کې د دوه سترو زلزلو شاهد و او د اقلیمي بدلونونو له کبله هم سخت زیانمن شوی؛ له ګڼو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ او تر نړیوالو بندیزونو لاندې پاتې هېواد دی.