تازه خبرونه

ایران د افغانستان له پولو څخه د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې نوي واکمن په سرحدي پوستو کې پوره ځواک نلري او ایران باید په یو اړخیزه توګه د پولو امنیت ټینګ کړي.

ایران د افغانستان له پولو څخه د دغه هېواد خاورې ته د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه لري.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد پولې اوس پیاوړې شوي او پولو ته نور ځواکونه استول شوي دي.

حسن کاظمي قمي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له دغه هېواد سره سرحدي نقطو ته په کافي اندازه ځواکونه ن‎دي لېږدولي او د افغانستان سرحدي پوستې هم کافي ځواکونه نلري.

نوموړی وایي: امریکا د شر په لټه کې ده. زمونږ له لویو کارونو څخه یو له افغانستان سره مرسته کول دي، چې افغانستان په یوه سم لوري روان شي او د شرارتونو په جال کې راګیر نشي. له نېکه مرغه د افغانستان د حکومت د همکارۍ له کبله داعش ندی توانېدلی، چې زمونږ په پولو کې نفوذ وکړي؛ خو اوس یې هم ګواښ پخپل ځای دی، ځکه د نوي حکومت ځواکونه په ډېرو سرحدي پوستو کې حضور نلري او که وي هم ځانګړی یونیفورم نلري. مونږ اړ یوو، چې د پولو د خوندیتوب لپاره په یو اړخیزه توګه امنیت ټینګ کړو. په افغانستان کې د میدان پریښودل په دې معني دي، چې ترهګري به هلته غښتلې او لمن به یې زمونږ پولو ته پراخه شي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې یې پر پرمختللیو پوځي تجهیزاتو سمبال ۴۵۰ امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي دي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازی هم د افغان حکومت د مشروعیت مسلې ته نغوته کوي او وايي؛ د ایران حکومت به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي؛ خو تهران به تر هغې، چې یو جامع حکومت جوړ نشي نوی حکومت به پر رسمیت ونه پېژني. هغه وايي، که حکومت د نړيوالې ټولنې لخوا پر رسميت وپېژندل شي، بايد د خلکو ملاتړ ولري او د خلکو هيلې په پام کې ونيسي.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي  حسن کاظمي قمي وایي: له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو پورې اړه لري. داسې یو دولت کولی شي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د ودانیزو او پرمختیايي پروژو چارې پرمخ بوځي. له همدې کبله مونږ غواړو، په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو، چې د بیارغونې او رغنیزو چارو پر لوري حرکت  وکړي او دا کار د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته امکان نلري. افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي. دا تعامل تر هغو ممکن ندی، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني او یو ټولګډونه حکومت جوړ نکړي.

افغان دولت اوسنی حکومت ټولګډونه ګڼي؛ خو ټینګار کوي، چې اصلاحات به راولي.

د یوه کال له تېرېدو سره هیڅ هېواد له افغانستان سره د رسمي دیپلوماتیک تعامل لپاره زړه ندی ښه کړی؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو له کابل سره په بېلابېلو برخو کې تعامل ته مخه کړې ده.

Trending

Exit mobile version