تازه خبرونه

ایران د افغان کډوالو د مدیریت لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۴۰۲)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د افغان کډوالو مدیریت د نړیوالو پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، حسین امیر عبداللهیان په دې خبرو کې ویلي، چې د افغان کډوالو شمېر له پېنځه میلیون ډېر دی.

نوموړي دغه راز د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو وروستۍ ناسته، چې د دې ټولنې د عمومي منشي پر نوښت جوړه شوې وه؛ مثبته و ارزوله.

امیر عبداللهیان د سیمه‌ییزو خبرو اترو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د رول او ملاتړ د درناوي ترڅنګ زیاته کړې: د سیمې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ستاسو له نظر هرکلی کوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې په اړه ویلي، چې ټولو خواوو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د اقتصاد د ملاتړ او پیاوړتیا او له ترهګرۍ، نشه‌یي توکو تولید او قاچاق سره پر مبارزې ټینګار او په دې هېواد کې د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د نظر اجماع لري.

انتونیو ګوتریش یو ځل بیا د افغان کډوالو په منلو کې د ایران د رول ستاینه وکړه او په دې برخه کې یې د ایران د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version