تازه خبرونه
ایران د القاعده شبکې نوې اډه ده- پمپیو
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سې شنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۳) په ډاګه کړې، چې ایران د القاعده شبکې نوې اډه ده.
هغه ويلي؛ په ایران کې روان وضعیت د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د یوولسمې د برید پر مهال د افغانستان په پرتله ډېر ننګوونکی دی.
پمپیو ټینګار کړی؛ پایله دا ده، چې القاعده د خپلو پوځي عملیاتو د پیاوړتیا لپاره تجهیزاتي هڅې ګړندۍ کړي.
هغه زیاته کړې، چې که امریکا د ایران – القاعده دغه محور له پامه وغورزوي؛ نو بیا به امریکایان پخپله د ورپېښ خطر بیه پرې کوي.
نوموړي پر رسمي بڼه د لومړي ځل لپاره د وینا پر مهال د تهران په یوه برخه کې د ابو احمد المصري یا عبدالله احمد عبدالله مړینه ومنله.
له دې مخکې د تېر کال په اګست کې د القاعده د دوه یم مخکښ ابو محمد المصري د وژنې راپورونه له تهرانه ورکړ شوي وه.
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، چې اسرائیلو د امریکا پر استازیتوب ابو محمد المصري وژلی دی.؛ خو ایران دا خبر رد کړی و، چې ابو محمد المصري یې په خاوره کې وژل شوی دی.
دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په خپل یوه ټویټ کې د پمپیو له څرګندونو وروسته دا تورونه رد کړل او هغه یې پر “دروغو، جعل او غلا تورن کړ.
“هغه زیاته کړې، چې هیڅڅوک نه غولیږي. د سپټمبر د ۱۱ پېښې ټول ترهګر په منځني ختیځ کې د پمپیو د خواخوږو هېوادونو ول او له یو هم ایرانی نه و.