سیمه ییز خبرونه
ایران د امریکا اټومي وړاندیزونو ته منفي ځواب وړاندې کوي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د عمان له لارې د امریکا وړاندیزونو ترلاسه کول تائید کړل او وایي، چې تهران به دې وړاندیزونو ته د اصولو، ملي ګټو او د ایراني ملت د حقونو له مخې ځواب ووایي.
رویټرز د یو لوړ پوړي ایراني ډیپلومات د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د امریکا لیکلي وړاندیزونه رد کړي او څرګندوي، چې دا د منلو وړ ندي او د ایران ګټې نه منعکس کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې د عمان له لارې د امریکا وړاندیزونو ترلاسه کول تائید کړل او وایي، چې تهران به دې وړاندیزونو ته د اصولو، ملي ګټو او د ایراني ملت د حقونو له مخې ځواب ووایي.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ایران د یورانیمو د بډاینې د بندولو په بدل کې د غني شوي یورانیم د رسولو لپاره د سیمهییز کنسورسیوم جوړول شامل دي.
د دوشنبې پر ماسپښین د ایران مرکچي ډلې ته نږدې یو لوړ پوړي ډیپلومات رویټرز ته وویل: “ایران د امریکا وړاندیز ته منفي ځواب چمتو کوي، چې د امریکا د پلان د ردولو په توګه په نظر کې نیول کیږي.”
د اټومي تړون لپاره د امریکا نوی وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي لخوا وړاندې شو، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي خبرو اترو منځګړیتوب لپاره ایران ته تللی و.
د ایران اټومي کړکېچ د حل لپاره د عراقچي او د ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو وټکوف ترمنځ له پېنځه پړاوونو خبرو اترو وروسته، ډېری مسلې حل شوې ندي.
ایران د ټولو هغو امریکایي بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کوي، چې د تېلو پورې تړلی اقتصاد یې زیانمن کړی دی؛ خو امریکا باور لري، چې د اټومي بندیزونو لرې کول باید تدریجي وي. په هرصورت وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ پر ایران د بندیزونو د لرې کولو امر کړی دی.
له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا د ایران لسګونه مهم اقتصادي بنسټونه د مرکزي بانک او د ملي تېلو شرکت په ګډون د ترهګرۍ د ملاتړ یا د ډلهییزې ویجاړۍ د وسلو د پراختیا پر تور د امریکا د بندیزونو لاندې دي.
د اړوند ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ د علي خامنه ای پر مشرۍ د “ایران د اټومي مذاکراتو کمیټې” د امریکا وړاندیزونه “یو اړخیز” ارزولي، چې د ایران ګټې نه خوندي کوي او له همدې کبله یې “نه منلو وړ” ګڼلي او پایله یې دا ده، چې ایران “بد تړون” ته اړ کړي.
په هرحال دوه ایراني چارواکو تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي وه، چې که د ایران کنګل شوې شتمني خوشې شي او امریکا د سولهییز غني کولو حق ومني؛ نو تهران ممکن د جامع اټومي تړون لپاره لار اواره کولو لپاره د یورانیمو غني کول ودروي.