سیمه ییز خبرونه
ایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بېوسه» شوي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر د تهران پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو د لګولو ګواښ د واشنګټن د «بېوسۍ» نښه بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه کړنې به هم کومه پایله ونهلري.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له پوځي عملیاتو وروسته د امریکا له لوري د نویو بندیزونو لګولو ته مخه کول ښيي، چې امریکايي مشران «بېوسه» شوي دي.
دا څرګندونې داسې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ ګواښ کړی، چې واشنګټن ښايي پر ایران« تر ټولو سخت تاریخي بندیزونه» ولګوي.
عراقچي ویلي:« دا، چې هغوی له پوځي عملیاتو څخه بېرته د تېر په څېر تکراري طرحو ته مخه کړې؛ ښيي، چې بېوسه شوي دي.»
هغه زیاته کړې، امریکا باید د «عادلانه او له عزته ډکې» حللارې د موندلو لپاره له ایران سره له درناوي ډکې خبرې وکړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې تهران له فشارونو او پوځي اقداماتو نه وېرېږي او پر وینا یې امریکا پر بندیزونو، کلابندیو او نورو کړنو تر اوسه نهده توانېدلې، چې ایران تسلیمېدا ته اړ کړي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې په داسې حال کې روانې ساتل شوي، چې د دواړو لوریو له جګړو نږدې شپږ میاشتې تېرې شوي او نښتو د ایران اقتصاد او بنسټیزو جوړښتونو ته درانده زیانونه اړولي دي.
ایران اوس هم له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی او په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو دوام د تېلو د لېږد د امنیت او په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ د بیو د لوړېدا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
دغه راز ایران ویلي، چې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر به د دوشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي. ایراني چارواکو ویلي، چې دغه سفر په سیمه کې د سولې او امنیت د بېرته ټینګښت لپاره د هڅو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ترینګلتیاوو د کمولو او منځګړیتوب لپاره هڅې کړې دي او تمه ده، چې وروستي بدلونونه پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا ګواښ به تهران ته د عاصم منیر په خبرو کې مطرح شي.
سره له دې، چې ایراني چارواکو سخت دریځ څرګند کړی؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې ډیپلوماټیکې حللارې موندلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.