تازه خبرونه

ایران د خپلمنځي خبرو په اړه د خلیلزاد څرګندونې رد کړې او بیا یې له سولې ملاتړ تائید کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۳۹۹)

ایران د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څرګندونې رد کړې او وایي، چې تهران له اوږدې مودې را پدیخوا له آروپایي، آسیایي او د آسیا له ختیځو او جنوبي ځواکونو سره د ملګرتیا ډاډمنې اړیکې پالي او ترې ملاتړ هم کوي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهري د یکشنبې د ورځې په وینا کې په ډاګه کړې، چې ایران په افغانستان کې له سولې او ثباته ملاتړ او د خپلمنځي خبرو په پایله کې د سولې پر خوندیتوب ټینګار کوي. هغه خبرې، چې د افغانانو په واک کې وي.

 نوموړي زیاته کړې؛ مونږ امریکایانو ته سپارښتنه کوو، چې لومړی دې د ایرانيو چارواکو دریځ د سیمې او افغانستان په اړه پوره وڅاري، بیا دې خپل اندونه وړاندې کوي.

دا خبرې د خلیلزاد له هغو څرګندونو راپورته شوې، چې د جمعې پر ورځ یې د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د ویدیو کنفرانس له لارې پر ایران نیوکه وکړه، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه عملي ګامونه نه پورته کوي.

خلیلزاد ویلي وه؛ ایران لکه څومره، چې په افغانستان کې ورته دننه اړتیا وه او ده د سولې له هوکړې ملاتړ ندی کړی.  

هغه د خپلو خبرو لیدونکیو او اوریدونکیو ته ویلي؛ څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د وینا پر مهال ویلي وه، چې د سولۍ بهیر نه خوښوي او د امریکایي ځواکونو شتون هم نه غواړي. دا په دې معنا ده، چې امریکا غواړي د خپل اړوند فرمول له مخې پرته له سولې افغانستان خوشې کوي، چې دا همغه جنګ دی.

 دا خبرې کابل ته په سیاسي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال عباس عراقچي د سفر په اړه وې. چې ویلي یې ول:  د افغانستان د سولې په اړه د امریکا موخې شکمنې دي.

هغه دا هم ویلي وه، چې د سولې بهیر باید د خپلمنځي خبرو له له لارې تر سره شي؛ خو یو شمېر خنډونه شته، چې ایران له امریکا سره د طالبانو د سولې له بهیره شاته کیدو ته اړ کوي.

مونږ پوهیږو، چې پر امریکا باور نشو کولی؛ ځکه د امریکا شتون په سیمه کې ډېر خطرناکه  دی او په سیمه که اختلافات رامنځته کوي.

عراقچي ویلي؛ امریکا له طالبانو سره معامله وکړه او هغوی ته یې مشروعیت ورکړ او د افغانستان له حکومت پرته یې ورسره خبرې وکړې.

د یکشنبې پر ورځ تهران تایمز ورځپاڼې په ډاګه کړه، چې ایران د افغانستان له امریکایي نیواک سره مخالفت ښکاره او په افغانستان کې دننه یې د خبرو له هرې هڅې ملاتړ کړی دی.

Trending

Exit mobile version