سیمه ییز خبرونه

ایران د خپل نوي بالستیک توغندي مخکتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۲)

رویترز خبري آژانس څرګنده کړې؛ د ایران اسلامي جمهوریت نن پنجشنبه ( د غبرګولي څلورمه ) خپل دوه زره کیلومتره واټن ویشتونکی بالستیک توغندی بریالی وتوغاوه، چې ۱۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لرونکې خولۍ هم لېږدولی شي.

د ایران دفاع وزیر محمد رضا آشتیاني څرګنده کړې: دښمنانو ته زمونږ پیغام دا دی، چې د هېواد او د هغه له لاسته راوړنو به ساتنه کوو. ملګرو ته مو پیغام دا دی، چې غواړو د سیمې له ثبات سره مرسته وکړو.

دا راکت د تاکتیکي وړتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مایع تېلو پر پرمختلليو ماشینونو سمبال شوی دی.

د دغه راپور له مخې، دا توغندی پوره نښه ویشتونکی دی او وروستي پړاو ته له لارښوونې پرته ۲۰۰۰ کیلاومتره واټن ته ځان رسولی شي.

دا مخکتنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د ایران پر توغندیز پروګرام تل امریکا نیوکه کړې او د دغه هېواد له لوري پرې بندیزونه لګول شوي دي.

Trending

Exit mobile version