سیمه ییز خبرونه
ایران د غزې د یرغمل نیوونکو په خبرو اترو کې ښکېل دی – ټرمپ
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دولتي ملمستون کې د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل.”غزه اوسمهال زمونږ او حماس او اسرائیلو ترمنځ د پراخو خبرو اترو په جریان کې ده او ایران په کې ښکېل دی او وبه ګورو، چې غزې ته څه پېښیږي. مونږ غواړو، چې یرغمل شوي کسان بېرته ترلاسه کړو.”
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې ایران د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمل نیوونکو او اوربند تړون د تنظیمولو په خبرو اترو کې ښکېل پاتې دی.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په دولتي ملمستون کې د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته وویل.”غزه اوسمهال زمونږ او حماس او اسرائیلو ترمنځ د پراخو خبرو اترو په جریان کې ده او ایران په کې ښکېل دی او وبه ګورو، چې غزې ته څه پېښیږي. مونږ غواړو، چې یرغمل شوي کسان بېرته ترلاسه کړو.”
ټرمپ او سپینې ماڼۍ سمدلاسه د ایران د ښکېلتیا د جزئیاتو غوښتنې ته ځواب ورنکړ او په نیویارک کې هم د ملګرو ملتونو لپاره د ایران ماموریت څه ندي ویلي.
امریکا د اسرائیل او حماس ترمنځ د ۶۰ ورځني اوربند وړاندیز کړی دی.
اسرائیل ویلي، چې دوی به شرایط ومني؛ خو حماس تر دې دمه دا پلان رد کړی دی.
د یاد وړاندیز له مخې؛ په لومړۍ اوونۍ کې به ۲۸ اسرائیلي یرغمل کسان؛ ژوندي او مړه خوشې شي او به بدل کې یې ۱۲۳۶ فلسطیني بندیان او د ۱۸۰ فلسطینیانو مړي آزاد شي.
امریکا او ایران هم هڅه کوي، چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.