تازه خبرونه

ایران د هرات – مزارشریف د اوسپنې پټلۍ، کانونو او برښنا په برخو کې همکاریو ته چمتووالی څرګند کړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان او ایران چارواکو د اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي او تهران د سترو بنسټیزو او پراختیايي پروژو تر څنګ د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په پروژه کې د همکاریو چمتووالی څرګند کړی دی.  

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دې وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او له شته فرصتونو څخه غوره ګټه اخیستنې خبرې شوې دي.

دواړو لوریو په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو، د ویزو د ورکړې د بهیر د آسانتیا او د کډوالو اړوند موضوعاتو په برخه کې د ګډو همکاریو د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ حمید قنبري ویلي، چې ایران چمتو دی له افغانستان سره د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو، کانونو د استخراج او برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.

محمد نعیم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه بللې او په دې برخه کې یې پر ګډو هڅو او همکاریو ټینګار کړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا،تر څنګ د بنسټونو د پراختیا او پیاوړتیا پر ګډون د هرات– مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په اړه خبرې او نظرونه وړاندې کړي دي.

Trending

Exit mobile version