سیمه ییز خبرونه

ایران د څارګرو الوتکو او توغندیو تولید پراخوي – رویټرز

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې تهران ته نږدې د توغندیو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰ نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

Published

on

رویټرز خبري سرچینې د باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په ایران کې د څارګرو الوتکو او توغندیو د تولید وړتیاوې مخ پر پراځېدو دي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې تهران ته نږدې د توغندیو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰ نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د دې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د سپوږمکۍ وروستي انځورونه د ایران د بالستیک توغندیو د جوړولو په دوه مرکزونو کې د پام وړ پراخوالی ښیی، چې امریکایي څېړونکیو یې د ارزولو چارې پر غاړه اخیستې دي.

رویټرز د دې سایټونو پراختیا د اوکتوبر۲۰۲۲ د هوکړې دوه‌یمه هغه بولي، چې تهران روسیې ته د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې د کارولو لپاره توغندي ورکړي وه.

دغه زاز زیاتوي، چې تهران د یمن حوثي یاغیانو ته بې پیلوټه الوتکې لېږي او په لبنان کې د حزب الله ملیشو ته راکټونه ورکوي.

رویټرز لخوا بیاکتل شوي انځورونه ښیي، چې ودانۍ د خاورو پر غونډیو له سترګو پټې ساتل شويي، چې له چاودنو څخه د اورلګېدنې مخه ونیسي.

د ایران توغندي اوس‌مهال په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی دي او اټکل کیږي، چې د ډیزاین شويو ماډلونو په ګډون به له ۳۰۰۰ څخه د ډېرو توغندیو وړتیا ولري.

کارپوهانو ویلي، چې دغه توغندي د دودیزو او اټومي خولیو د لېږد وړتیا هم لري.

په دې اړه درې ایراني چارواکو تائید کړې، چې یاد شوي دوه سایټونه د دودیزو بالستیک راکټونو د تولیدي وړتیاوو د لوړولو لپاره جوړیږي.

یوه ایراني چارواکي ویلي: ولې یې مونږ نشو کولی؟

یو بل چارواکي یادونه کړې، چې ځینې نوې ودانۍ د دوه چنده څارګرو د جوړولو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تهران له دې مخکې روسیې او حوثیانو ته د بې پیلوټه الوتکیو او د توغندیو د سپارلو خبره رد کړې وه.

Trending

Exit mobile version