تازه خبرونه

ایران د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د اوسېدو سندونه بیا نوي کړل

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې هېواد کې د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د استوګنې سندونه بیا نوي کړل.

د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنيو وګړیو د چارو مدیر څرګنده کړې؛ ټول هغه افغان کډوال، چې د تېر کال له تحول وروسته ایران ته ورغلي او یا هم په تېرو کلونو کې د اقامت د اخیستو پاڼې یې له ځانه سره لرلې، اندېښنه دې نکوي؛ ځکه له ټاکل شوي تاریخ وروسته به هم د دې له کبله، چې افغانستان ته د دوی د بېرته تګ شرایط ندي برابر، بیا ځلې نوې شي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو د چارو مدیر صادق رضا دوست ویلي: د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د قانوني اوسېدو اسناد مو بیا نوي کړل. افغان وګړي دې اندېښنه نکوي؛ ځکه د دوی د اقامت پاڼې له دې تاریخ وروسته هم د نوي کېدو وړ دي تر دې مهاله افغانستان ته د دوی د بېرته تګ شرایط هم برابر ندي او هغه افغان کډوال، چې په فعالیت بوخت دي د دوی لپاره به د اقامت ځانګړي کارتونه ووېشل شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې په ایران کې د مېشت څه باندې درې میلیون افغانانو دوه میلیون یې پرته له قانوني اسنادو اوسیږي او دوی هڅه کوي، چې پاتې افغانان هم د کډوالۍ قانوني اسناد ترلاسه کړي.

د چارو کارپوهان بیا وايي؛ هغه افغانان، چې په ګاونډ هېوادونو کې اوسیږي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د ایران، پاکستان، افغانستان او د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې د استازیو په ګډون په تهران کې څلور اړخیزه ناسته جوړه شوې وه، چې په دې هېواد کې د کډوالو ستونزې حل شي.

Trending

Exit mobile version