لوبی

ایران د ۲۰۲۳ کال په کافا ملتونو جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

Published

on

 

ایران د سې شنبې پر ورځ په قرغزستان کې د ۲۰۲۳ کال د کافا ملتونو جام په ب ګروپ کې افغانستان ته ۶-۱ ماتې ورکړه.

سردار آزمون د قرغزستان د پلازمېنې بشکیک په دولون عمرزاکوف لوبغالي کې د لوبې په شلمه دقیقه کې د ایران لومړی ګول وواهه.

مهدي طارمي دوه ګولونه په یو‌ویشتمه او اته‌ویشتمه دقیقه کې او عليرضا جهانبخش په پېنځه‌څلوېښتمه دقیقه کې څلورم ګول ترسره کړ.

طارمي په یو‌پنځوسمه دقیقه کې خپل درېیم ګول د هت‌تریک له پوره کولو سره تر سره کړ.

افغان لوبغاړي فرشاد نور د لوبې په اووه‌پنځوسمه دقیقه کې یوازنی ګول وواهه.

ایراني رضا اسدي په اووه‌شپېتمه دقیقه کې د ملي لوبډلې شپږم ګول وواهه.

په الف ګروپ کې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او عمان ونډه لري.

له افغانستان او ترکمنستان پرته، پاتې لوبډلې د قطر ۲۰۲۳ کال د AFC آسیا جام سیالیو کې برخه لري.

د اړوند ګروپ ګټونکي به په فاینل کې سره مخ شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یم ځای به د درېیم مقام لپاره لوبه وکړي؛ دواړه لوبې به د جون پر ۲۰ نیټه ترسره کیږي.

Trending

Exit mobile version