لوبی
ایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سانډیاګو سویل ته جوړ شي.
د ایران فوټبال فډراسیون رییس څرګنده کړې، چې هېواد یې د فیفا له تائید وروسته د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د روزنیز کمپ ځای له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړی دی.
د ایران فوټبال فډراسیون رییس مهدي تاج ویلي؛ د ایران فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د اریزونا ایالت د ټوسان ښار پر ځای د امریکا پولې ته څېرمه د مکسیکو په ټیخوانا ښار کې د سانډیاګو سویل ته جوړ شي.
دغه پرېکړه د امنیتي اندېښنو او په منځني ختیځ کې د روانو ترینګلتیاوو له کبله رامنځته شوې ده.
د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام به د جون له یوولسمې څخه د جولای تر نولسمې پورې د امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډ کوربتوب ترسره شي.
د ایران لوبډله د دې سیالیو د جي ګروپ برخه ده او ټاکل شوې د جون پر پېنځلسمه له نیوزیلینډ، د جون پر یوویشتمه له بلجیم سره د کالیفورنیا ایالت په اینګلووډ ښار کې لوبه وکړي. دغه لوبډله به وروسته د جون پر شپږویشتمه د سیاتل په ښار کې له مصر سره مخامخ شي.
د ایران د فوټبال فډراسیون ویلي، چې سویلي کالیفورنیا ته د ټیخوانا نږدیوالی به د لوبغاړو او تخنیکي کارکوونکو تګراتګ آسانه کړي.
دغه اراز په دې ښار کې د روزنې عصري آسانتیاوې، ورزشي سالونونه، ځانګړي غذایي خدمتونه او نور اړین امکانات برابر شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې ملي لوبډله به امریکا ته د مکسیکو له لارې ننوځي؛ هغه اقدام، چې ښايي د ویزې او سفر اړوند احتمالي ستونزې راکمې کړي.
مهدي تاج زیاته کړې، چې د لوبډلې د لېږد لپاره د ایرانایر الوتنو د کارولو احتمال هم شته.
د ایران فوټبال ملي لوبډله په خپل تاریخ کې اووم ځل او په پرلهپسې ډول څلورم ځل نړیوال جام ته لار مومي؛ خو تر اوسه نهده توانېدلې د دغو سیالیو له ګروپي پړاو څخه ووځي.
له څو میاشتو راپدېخوا په ۲۰۲۶ نړیوال جام سیالیو کې د ایران ګډون له سیاسي بحثونو سره مل و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د ایران د ګډون په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې وې؛ خو د فیفا مشر جاني اینفانټینو څو ځله ټینګار کړی، چې ایران به په نړیوال جام کې ګډون وکړي او خپلې لوبې به په امریکا کې ترسره کړي.