تازه خبرونه

ایران له قطر سره په ایران کې د میشتو افغان محصلینو د زده‌کړو په اړه هوکړه وکړه

Published

on

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په ایران کې د افغان محصلینو د زده‌کړو په برخه کې له قطر سره هوکړه په ډاګه کړې ده.

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي تویت کړی؛ افغان محصلینو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو په لړ کې نن ما د قطر او خلیفه د سفیر او د دغه هېواد پراختیایي صندوق له رییس الکوري کوربتوب وکړ.

هغه همدا راز په ډاګه کړې: په ایران کې د افغان محصلینو د زده‌کړو په اړه ښې هوکړې وشوې؛ رغنده همکارۍ به د افغانستان د مسئلې په اړه د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره د مناسبو بېلګو د پلي کېدو لپاره یو شرط وي.

Trending

Exit mobile version