سیمه ییز خبرونه

ایران مو پر هوايي حریم تېری کړې او دوه ماشومان یې وژلي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۴۰۲)

د رویټرز د راپور له مخې؛ د ایران دولتي رسنیو په ډاګه کړې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږویشتمه) د دغه هېواد هوایي ځواکونو د پاکستان په خاوره کې د جیش العدل د وسله‌والې ډلې پر دوه اډو د توغندیو برید کړی دی.

پاکستان ویلي، چې ګاونډي ایران د دوی پر هوایي حریم تېری کړې او دوه ماشومان یې وژلي دي.

د ایران تسنیم دولتي خبري اژانس څرګنده کړې، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه رامنځته شوي دي.

له دې برید څو ساعته وروسته اسلام‌آباد په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه پر سختو ټکو وغندل او دا یې د یې پر هوايي حریم تېری یاد کړی او په تړاو یې د ناوړه پایلو خبرداری هم ورکړی دی.

د پاکستان لنډمهالي حکومت د سې شنبې پر شپه (د مرغومي شپږویشتمه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي: د دغو بریدونو رامنځ ته کېدا ډېره اندېښمنوونکې ده. د دغو بریدونو نور جزئیات، چې ایران یې د توغندیو او بې پیلوټه بریدونو په نوم یادوي؛ تر اوسه نه‌دي خپاره شوي، خو پاکستان وايي، چې په دې بریدونو کې دوه بې‌ګنا ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي.

پاکستان دا هم څرګنده کړې، چې، په تهران کې یې د لوړپوړو ډیپلوماټیکو چارواکو له لارې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی او دغه برید یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې او د پایلو مسوول هم ایران بولي.

پاکستان تل ترهګري د سیمې هېوادونو ته یو ګډ ګواښ بللی،‌ چې د مخنیوي لپاره یې د همغږۍ ګام اخیستو ته اړتیا ده. یو اړخیزه کړنې د ګاونډیانو ترمنځ ښه ګاونډیتوب او متقابلې اړیکې نه‌شي تائیدولی او د متقابل باور او اعتماد د کمزوري کېدو لامل ګرځي.

داسې ناتائید شوي راپورونه هم خپاره شوي، چې په کې راغلي؛ پاکستانۍ چورلکې او الوتکې هم په سیمه کې لیدل شوې دي.

Trending

Exit mobile version