تازه خبرونه
ایران په افغانستان کې روانه وچکالي ومنله
د ایران د انرژۍ وزیر د هلمند په اوبو کې د خپل هېواد د حق په اړه ویلي؛ د دهراود د اوبو له کچې د ایران تخنیکي ډلې ارزونه ښيي، چې په افغانستان کې وچکالي هم ګواښوونکې ده.
د ایسنا خبری اژانس د څرګندونو له مخې علی اکبر محرابیان ویلي: په دې وروستیو کې زمونږ همکارانو د دهراود د هیرمند (هلمند) د اوبو کچه معلومه کړې او ترې لیدنې یې وښودله، چې په افغانستان کې وچکالي هم ګواښوونکې ده.
هغه ټینګار کړی: په افغانستان کې د اورښت د کچې له مخې؛ ایران د هیرمند (هلمند) په اوبو کې ونډه لري او دا برخه زمونږ قانوني حق دی، چې مونږ یې غوښتنه کوو.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي هم منلې، چې د روان کال د زمري په میاشت کې د دهراود د اوبو د اوبو د کچې له لیدنې په ډاګه شوې، چې د اوبو بهیر د عادي اوبو د میاشتنۍ کچې پر پرتله لږ دی.
د ایران او اسلامي امارت ترمنځ کړکېچ په وروستیو میاشتو کې له هغې وروسته زیات شو، چې تهران کابل د اوبو د بهیر پر محدودولو تورن کړی و.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له ایران سره د اوبو ستونزه د جګړې پر ځای پر همغږۍ حل شوې ده.