تازه خبرونه
ایران په مزارشریف ښار کې پر تبیان فرهنګي مرکز د برید غندنه وکړه
(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۱)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په مزارشریف ښار کې د خبریالانو پر یوه غونډه چاودنه وغندله.
دغه چاودنه د شنبې پر ورځ د کب پر شلمه) شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د مزارشریف ښار د دوهیمې امنیتي حوزې په تبیان فرهنګي مرکز کې رامنځته شوې ده.
د چارواكو د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه كې يو تن وژل شوى او اته نور ټپيان دي، چې پېنځه يې خبريالان او درې نور ماشومان دي.
ناصرکنعاني د دغه برید له قربانیانو سره خپله خواخوږي په ډاګه کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.