سیمه ییز خبرونه
ایران په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي – رویټرز
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
رویټرز د دوه امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د فارس خلیج په کښتیو کې سمندري ماینونو ایښودلو ته چمتووالی نیسي، چې د نړۍ یوه اړینه سوداګریزه لار ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د امریکا استخباراتي ادارو موندلې، چې ایران د غبرګولي پر درویشتمه / جون پر دیاریسمه د اسرائیلو د بریدونو له پیل راپدېخوا په هرمز تنګي کې د ماینونو ایښودلو لپاره چمتووالی نیولی، چې له دې لارې یې د نړۍ د تېلو او ګازو د ۲۰ سلنې د لېږد او امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
دا ډول اقدام کولی شي په چټکۍ سره تاوتریخوالی زیات کړي او نړیواله سوداګري ګډوډه کړي؛ خو ماینونه لا تر اوسه په تنګي کې ایښودل شوي. ندي
د یکشنبې پر ورځ د چنګاښ لومړۍ / د جون دوهویشتمه اسلامي مشورتي شورا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا له بریدونو څو ساعته وروسته د هرمز تنګي د تړلو پلان تصویب کړ. په هرصورت، وروستۍ پرېکړه د ملي امنیت شورا پورې اړه لري.
ایران په وروستیو کلونو کې پرلهپسې د هرمز تنګي د تړلو ګواښ کړی؛ خو هیڅکله یې داسې اقدام ندی کړی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هرمز تنګي د تړلو د امکان په اړه د پوښتنې پر وخت وویل: “ټول غوراوي پر میز پراته دي.”
دوو امریکایي چارواکو ویلي، چې د امریکا حکومت دا احتمال رد نکړ، چې د ماینونو ایښودل یوه دسیسه وه.
چارواکو ویلي، چې ایران ممکن ماینونه یوازې د واشنګټن د قانع کولو لپاره ایښودل شوي وي، چې ایران د هرمز تنګی بند نکړي.
دا هم ممکنه ده، چې د ایران پوځ د عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی وي او د چارواکو د امر پرتمه دي.
د هرمز تنګی د ایران او عمان ترمنځ موقعیت لري او د فارس خلیج د عمان سمندر سره نښلوي. د تنګي تر ټولو تنګه برخه ۳۴ کیلومټره پراخه ده؛ خو د بار وړلو لین یې په هر لوري کې یوازې ۳.۲ کیلومټره پراخ دی.
د اوپیک غړو ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویت او عراق د خامو تېلو صادراتو لویه برخه له دې تنګي څخه تېریږي او قطر، چې د نړۍ د مایع طبیعي ګازو یو له لویو صادرونکو څخه دی هم د خپلو صادراتو نږدې ټوله برخه له دې تنګي څخه تېریږي.
د امریکا د سمندري ځواکونو پېنځمه بېړۍ، چې په بحرین کې ځای پر ځای شوې ده؛ په سیمه کې د سوداګرۍ د ساتنې مسوولیت لري.
د امریکا سمندري ځواک معمولاً په بحرین کې څلور د ماین ضد کښتۍ (MCMs) ځای پر ځای کړي خو دا کښتۍ د لیټورل جنګي کښتۍ (LCS) په نوم د یو بل ډول کښتۍ لخوا ځای پر ځای کیږي، چې د ماین ضد اقداماتو وړتیاوې هم لري.
د امریکا د سمندري ځواکونو د پېنځمې بېړۍ پر اډه د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال له کبله د امریکا د ماین ضد اقداماتو ټولې کښتۍ لنډمهاله له بحرین څخه ایستل شوي؛ خو د ایران ځواب په قطر کې د امریکا د پوځي اډې پر راکټي برید پورې محدود و.
