تازه خبرونه
ایران ۱۸۱ نور افغان بندیان افغانستان ته وسپارل
(Last Updated On: کب ۲۱, ۱۴۰۱)
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې ایران ۱۸۱ نور افغان بندیان هم افغانستان ته راواستول.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال ضيا احمد تکل تویت کړی، چې دغه افغانان د دواړو هېوادونو تر منځ له خبرو اترو وروسته افغانستان ته سپارل شوي دي.
د ضیا احمد تکل د څرګندونو له مخې؛ دغه افغان بندیان د هرات ولایت د اسلامکلا بندر له لارې افغانستان ته راولېږدول شول.
څو ورځې مخکې هم ایران د هرات په پوله کې ۲۷۴ افغان بندیان، چې د دغه هېواد په زندانونو کې بندیان ول؛ د اسلامي امارت چارواکو ته سپارلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې، ایران تر دې دمه ۹۱۲ افغان بندیان افغانستان ته سپارلي دي.