تازه خبرونه

ایران ۲۰ افغان پانګوالو ته تابعیت ورکړ

Published

on

د ایران د بهرنیو چارو وزارت روانه اوونۍ ویلي وه، چې ۲۰ افغان پانګوال د خپلې اقتصادي ونډې پر بنسټ د ایراني تابعیت د ترلاسه کولو وړ ګرزېدلي دي.

د ایران د ایرنا خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د افغانانو دې پانګولې ډلې ته د تابعیت ورکول د بهرنیو چارو وزارت د هغو پلانونو یوه برخه ده، چې له وړتیاوویې کار اخلي.

د ایران د کونسلګرۍ، پارلماني او د ایران د خارجیانو په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال علی رضا بیګدلي د سې شنبې پر ورځ په یو لړ مراسمو کښې ویلي، چې په ایران کې د میشتو بهرنیو اتباعو د پېژندلو او تنظیمولو کار اوس د دغه وزارت لخوا روان دی.

په دې مراسمو کې ۲۰ افغانانو ته د اړتیا وړ اسناد هم وړاندې شول.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په بهرنیو هېوادونو کې د ایران ماموریتونو ته په ځانګړې توګه په ګاونډ هېوادونو کې ویل شوي، چې بهرنیو اتباعو ته د خدماتو د ورکولو آسانتیاوې برابرې کړي.

هغه دا هم ویلي، چې ایران په سیمه کې د بهرنیو پانګوالو او متشبثینو ملاتړ کوي.

Trending

Exit mobile version