تازه خبرونه

ایرانی مشر باید خپلو خبرو ته پوره پاملرنه ولري- دونالد ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د امریکا او اروپا د چلند په اړه د ایران د مشر علي خامنه یي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی دی.

د ایران مشرخامنه یي له اته کلونو وروسته په تهران کې د جمعې د لمانځه امامت ته راووت او د خپلې خطبې په یوه برخه کې پر امریکا د دروغ ویلو تور ولګاوه؛ آلمان، فرانسه او بریتانیا یې هم د امریکا غلامان ونومول.

د امریکا ولسمشر د خامنه یي دغو څرګندونو ته د کلک غبرګون ښودلو تر څنګ څرګنده کړې، چې باید خپلو خبرو ته یې باید ډېر پام کړی وای.

دونالد ترمپ په خپل یوه تویت کې لیکلي: د ایران تش په نوم ستر مشر، چې په دې وروستیو کې ډېر درناوي هم ورته پاتې ندی؛ د امریکا او اروپا په اړه ناوړه خبرې کړي. په داسې حال کې، چې اقتصاد یې مخ پر ځوړ او خلک یې ځوریږي باید خپله خوله یې له ناوړه خبرو ساتلې وای.  

دونلد ترامپ د خامنه یي یو تویت هم ریتویت کړی او په ډاګه کوي: هغه ایرانيان، چې له امریکا سره مینه لري؛ داسې یو حکومت پرې تپل شوی، چې پر وژنو یې راڅرخي او د خپلو خوبونو د رښتیا کولو لپاره یې خپل درناوي ته اړ باسي.

ترمپ زیاته کړې: د دې پرځای، چې ایران د ویجاړۍ لوري ته راکاږي؛ باید له ترهګرۍ ډډه وکړي او ایران بیا له لوړتیا او آبادۍ برخمن کړي.

د ایران د انقلابي ځواکونو د قدس د برخې د پخواني قومندان قاسم سلیماني له مرګ وروسته، چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ هوایي ځواکونو پر نښه کړ؛ د دواړو هېوادونو تر منځ راوان کړکیچ نور هم پراخه کړ.

د ایران انقلابي ځواکونو دوه اوونۍ مخکې په عراق کې د امریکا پر دوه پوځي اډو توغندي وروتوغول او په ورته وخت کې یې یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه پر دو توغنديو ویشته، چې بیا یې دا برید یوه انساني تېروتنه وګڼله؛ خو په کې د ۱۳ افغانانو په ګډون ۱۷۶ مسافر ووژل شول.

په دې بڼه د الوتکې  نسکوریدو د خلکو غصه راوپاروله او په واټونو کې یې د واکمنو پر ضد د ایرانيانو پراخ لاریونونه رامنځته کړل، چې اوس هم روان دی.

Trending

Exit mobile version