نړۍ

ایلان ماسک امریکا نومی نوی ګوند اعلان کړ

له هغې یوه ورځ وروسته، چې نوموړي په ایکس پاڼه کې له خپلو پلویانو وپوښتل، چې آیا په متحده ایالاتو کې دې نوی سیاسي ګوند رامنځته شي؛ د شنبې پر ورځ په همدې پاڼه کې ولیکل؛ “نن، د امریکا ګوند د دې لپاره جوړ شو، چې تاسې ته ستاسې آزادي بېرته دروسپاري.”

Published

on

د شنبې پر ورځ د فضایي او ځمکنیو تجهیزاتو میلیارډر ایلان ماسک د امریکا نومي نوي سیاسي ګوند د اعلان تر څنګ ویلي، چې د ټرمپ ” ښکلې او ستره” مالیاتي لایحه به امریکا دیوالي کړي.

له هغې یوه ورځ وروسته، چې نوموړي په ایکس پاڼه کې له خپلو پلویانو وپوښتل، چې آیا په متحده ایالاتو کې دې نوی سیاسي ګوند رامنځته شي؛ د شنبې پر ورځ په همدې پاڼه کې ولیکل؛ “نن، د امریکا ګوند د دې لپاره جوړ شو، چې تاسې ته ستاسې آزادي بېرته دروسپاري.”

نوموړي لیکلي:” ۱ د ۲ پر ضریب؛ که تاسې یو نوی سیاسي ګوند غواړئ، هغه به ولرئ!”

د ماسک لخوا دا اعلان له هغې وروسته څرګند شو، چې ټرمپ د جمعې پر ورځ  ټرمپ د مالیې او لګښت کمولو خپله ” ښکلې او ستره” مالیاتي لایحه، چې ماسک یې پر کلکه مخالفت وکړ؛ پر قانون بدل کړ.

ماسک، چې د موټرو ټسلا شرکت او سپوږمکۍ سپیس ایکس شرکت د لرلو له کبله د ترټولو بډایه سړی شو، د ټرمپ د بیا ټاکنې لپاره یې سلګونه میلیون ډالر مصرف کړل او د ولسمشر د دوه‌یم پېر له پیل راپدېخوا د حکومت د موثریت وزارت مشري وکړه، چې موخه یې د حکومتي لګښتونو کمول ول.

دې دواړو کسانو له هغه وخت راپدېخوا د لایحې په اړه د نظر حیرانونکي اختلاف پیدا کړل.

ماسک له دې مخکې ویلي وه، چې هغه به یو نوی سیاسي ګوند جوړ کړي او د هغو قانون جوړونکو د ګوښه کولو لپاره به پیسې ولګوي، چې له دې لایحې ملاتړ کوي.

ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې ګواښ وکړ، چې د میلیارډونو ډالرو سبسایډي به پرې کړي، چې د ماسک شرکتونه یې له فدرالي حکومت څخه ترلاسه کوي.

جمهوري غوښتونکو اندېښنه څرګنده کړې، چې له ټرمپ سره د ماسک د نظر پرله‌پسې اختلاف کولی شي د ۲۰۲۶ کال د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې د دوی اکثریت زیانمن کړي.

په ایکس کې له ماسک وپوښتل شول؛ څه شي هغه اړ کړ، چې له ټرمپ سره یې مینه پر کرکې بدله شي. ماسک په دې اړه ویلي: “د بایډن په مشرۍ کې له ۲ تریلیون ډالرو څخه  ۲.۵ تریلیون ډالرو ته د بودجې د کسر ډېرېدا به دا هېواد دیوالي کړي.”

هغه په ​​یوه بل ټویټ کې د لرغوني یونان د ودې او برترۍ یادونه کړې، چې څنګه راپرېوت: “هغه لار چې مونږ یې د یو ګوندي سیسټم د ماتولو لپاره کاروو هغه دا ده، چې څنګه اپامینونډاس په لیوکټرا کې د سپارټان د نه ماتېدو افسانه ماته کړه: د جګړې په ډګر کې پر ځای او ځواک راڅرخېدل.”

د ماسک د اعلان په اړه تر دې دمه ټرمپ او سپینې ماڼۍ څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version