ساینس او ټیکنالوژي
ایلان ماسک د ترمپ د تویتر اکاونت د بیا فعالولو لپاره ټولپوښتنه پیل کړه
د تویتر نوي چارواکي ایلان ماسک د جمعې پر ورځ له کاروونکیو وغوښتل، چې په دې ټولنیزه شبکه کې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د اکاونت د بیا فعالولو په اړه څه نظر لري.
په دې ټولپوښتنه کې، چې تر سبا پورې به روانه وي؛ میلیونونو کسانو ګډون کړی دی.
ماسک دا ټولپوښتنه له هغهې څو ساعته وروسته پیل کړه، چې هغه د درې نورو مشهورو شخصیتونو د تویتر حسابونو د بیا فعالولو اعلان وکړ.
ترمپ مخکې له دې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال په جنورۍ کې یې حساب وځنډول شي؛ په تویتر کې له ۸۸ میلیون څخه ډېر پیروان درلودل. تویتر د ترمپ د اکاونت د بندولو لامل “تاوتریخوالی او هڅونه” نومولې ده.
د می په میاشت کې ماسک له تویتر څخه د ترمپ ګوښه کول اخلاقي تېروتنه او احمقانه دریځ نومولی و.
