ساینس او ټیکنالوژي
ایلان ماسک په ټویټر کې د سمون تڼۍ په اړه ټولپوښتنه وکړه
د ټیسلا شرکت عامل پلاوي مشر ایلان ماسک په ټویټر کې یوه نظرپوښتنه خپره کړې، چې له کاروونکیو څخه یې په دې ټولنیزې شبکه کې د سمون تڼۍ د درلودلو په اړه پوښتنه کړې ده.
ایلان ماسک د رویټرز د څرګندونو ټویټ کړی؛ آیا تاسې د سمون تڼۍ غواړئ؟
د ټویټر د عامل پلاوي مدیر پاراګ اګراوال زیاته کړې؛ د دې نظرپوښتنې پایلې به مهمې وي، مهرباني وکړئ په پوره پاملرنه رای ورکړئ.
نوموړي د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ هغه په ټویټر کې د شاوخوا ۳ میلیارد ډالرو پر ارزښت نهه اعشاریه دوه سلنه ونډه پېرودلې، چې د ټولنیزو شبکو پر ترټولو لوی ونډوال بدل شوی دی. دې اعلان د ټویټر په ونډو کې له ۲۷ سلنې څخه ډېر زیاتوالي راوستی دی.
د ماسک دې کړنې د بیان آزادۍ ته د ټویټر ژمنتیا تر پوښتنې لاندې راوسته.
د ترمیم په تڼۍ کې د ماسک ټولپوښتنې په لږ تر لږه درې ګړیو کې له یو اعشاریه دوه میلیون څخه زیاتو کاروونکیو رای ورکړه او له ۷۵ سلنې ډېرو یې د ټویټ ایډیټ له اختیاره ملاتړ وکړ.
مسک په ۲۰۰۹ کال کې له ټویټر سره له یوځای کیدو راپدیخوا له ۸۰ میلیون ډېر پلویان لري او د خبرتیا خپرولو په ګډون له څارنیزې څېړنې برخمن پاتې شوی دی.
ساینس او ټیکنالوژي
په بیجینګ کې د جي کلاس برقي مرسډیز بینز موټر مخکتنه وشوه
چین د خپلو برښنایي موټرو د تګلارې د ودې لپاره د بیجینګ په مارکیټ کې برښنایي مرسډیز بینز ته د مخکتنې زمینه برابره کړه.
د مرسیډیز ټکنالوجۍ لوی مسوول مارکوس شافر ویلي، چې دا شرکت له چاپېریال سره سم محصولات وړاندې کوي.
هغه د جي کلاس برښنایي موټرو د مخکتنې لپاره چینایي بازار غوره وګڼلو.
شافر ویلي: چین زمونږ ترټولو لوی او خورا مهم بازار دی او دوهیم دا، چې مرسیډیز پرېکړه کړې، چې په راتلونکیو کلونو کې به بشپړ برښنایي شي. دا یې یوه ننداریزه بڼه ده، چې پېرودونکیو ته د تیلي موټرو ترڅنګ جي برښنایي موټرو ته لاسرسی رامنځته کوي. مونږ ډېر خوښ یوو، چې دا پر برښنایي بڼه وړاندې کوو.
د مرسيډيز شرکت د ټکنالوژۍ ریيس ويلي؛ مرسيډيز بينز غواړي، چې د اړینو څېړنو او پرمختيايي هڅو د ترسره کولو لپاره په چين کې خپله پانګونه زياته کړي.
ساینس او ټیکنالوژي
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
د IDC څېړنیز انسټیټیوټ راپور ښیې، چې د ۲۰۲۴ ز.کال په لومړۍ ربع کې د اپل آی فون بازار د انډرایډ ګرځند له تولید سره په سیالۍ کې سوړ شو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د جنورۍ او مارچ په میاشت کې د نړۍ بازارونو ته ۷ اعشاریه ۸ سلنه وده وکړه، چې شمېر یې ۲۸۹ اعشاریه ۴ میلیون ته ورسېد.
د ګرځند جوړونکي شرکت (سامسونګ) د بازار ونډه ۲۰ اعشاریه ۸ راغله او په دې توګه یاد شرکت له اپل څخه له ټولو د لوی ګرځند پلورونکي مقام خپل کړ.
اپل د ۲۰۲۴ کال په تېرو درې میاشتو کې ۵۰ اعشاریه ۱ میلیون آی فونونه پلور ته وړاندې کړل، چې دا د تېر کال د ورته وخت پر پرتله ۵۵ اعشاریه ۴ میلیون کم دي. همدارنګه د ۲۰۲۳ په وروستیو دریو میاشتو کې هم چین ته د آی فون د وړاندې کولو په کچه کې ۲ اعشاریه ۱ کموالی راغلی و.
ساینس او ټیکنالوژي
د جاپان سپیس ون کایروس توغندی له توغېدو وروسته وچاودېد
د چارشنبې پر ورځ د جاپان سپیس ون کایروس کوچنی تېل سوځوونکی توغندی له توغولو لږ وروسته وچاودېد.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۸ مټره توغندی پر ځایي وخت ۱۱:۰۱ له توغولو لږ وروسته وچاودېد، چې لوګی او اور یې د رسنیو په انځورونو کې لیدل کیږي.
سپیس ون ویلي؛ دوی د جاپان د لویدیځ ټاپو په څنډه کې توغېدا لغو کړه او په اړه یې ارزونې هم پیل شوې دي.
د ځایي واکایاما حکومت والي شوهی کیشیموتو خبریالانو ته د سپیس ون له معلوماتو وروسته ویلي، چې یوه ستونزه د دې سیسټم د توغېدو خنډ شوې ده.
هغه په ډاګه نکړه، چې ستونزه څه ده.
کیشیموتو زیاته کړې، چې د توغندي د توغېدا مرکز ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او اور هم مړ شوی دی.
کایروس یوه تجربه لرونکې دولتي سپوږمکۍ لېږدوله، چې کولی یې شول په لنډمهاله توګه معلوماتي او استخباراتي سپوږمکۍ په مدار کې ځای پر ځای کړي.
که څه هم جاپان په فضایي سیالیو کې نسبتا کوچنی لوبغاړی دی؛ خو د توغندیو توغولو لپاره د ارزانه وسایطو د جوړولو هڅې کوي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه3 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
تازه خبرونه2 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري3 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
لوبی2 days ago
ابو مسلم فراه افسي میوند فوټبال لوبډلې ته ۹ پر ۱ ماتې ورکړه
-
نړۍ2 days ago
د غزې په جګړه کې مو د مصر او قطر د اوربند وړاندیز منلی – حماس