بی بی سی پښتو

ایټالیا کې لومړی ځل یوه ښځه د استخباراتو مشره شوه

Published

on

Getty Images

د ایټالیا په تاریخ کې په لومړي ځل یوه پخوانۍ سفیره د دې هېواد د استخباراتي خدماتو ادارې مشره نومول شوې ده. لومړي وزیر ماریو دراغي د چارشنبې پر ورځ اېلیزابته بېلوني د ایټالیا د ‘مالوماتي امنیت’ ادارې د مشرې په توګه اعلان کړه.‌

دغه اداره د ایټالیا د کورنیو او بهرنیو استخباراتو چارې سمبالوي او په مستقیمه توګه حکومت ته ځواب وایي.

ګڼو سیاستوالو د ۶۳ کلنې اغلې بېلوني د ګومارنې هرکلی کړی دی، او د واکمن ګوند مشر مټیو سالویني هغه یوه با جراته مېرمن بللې ده.‌

اغلې بېلوني په ۱۹۵۸ کال کې زېږېدلې او لومړۍ مېرمن وه چې د روم مشهور ‘مسیمو مېلانو انسټیټیوټ’ ته یې لار ومونده.‌

نوموړې له دې مخکې په وین او براتیسلاوا کې د ایټالیا سفیره پاتې شوې ده.‌

اېلیزابېته بېلوني همدا راز لومړۍ مېرمن وه چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ‘د ناورینونو د کنترول’ څانګې مشره شوه او دا دنده یې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ کاله ترسره کړه.‌

په دې موده کې نوموړې په افغانستان او عراق کې د ایټالوي وګړو د وژنو او تښتونو قضیې سمبالولې.

له هغه وروسته اغلې بېلوني لومړۍ مېرمن وه چې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنراله ونومول شوه، چې د دې هېواد تر ټولو لوړ دیپلوماتیک پوست دی.

د ایټالیا د استخباراتو اداره د کورنیو او بهرنیو استخباراتو ترڅنګ د هېواد ضد دسیسو او همدا راز انټرنیټي یا سایبري امنیت چارې هم سمبالوي.

Trending

Exit mobile version