تازه خبرونه

بارک اوباما باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو پر ایستلو له سره غور وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د  امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وروستي اعلان له مخې به امریکایې سرتېري تقریباً ټول د ۲۰۱۶ کال تر پایه افغانستان څخه ووځي.

شاوخوا لس تنه جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ په کانګرس کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو موضوع مطرح کړه.

د دوی بحث دا و، چې داسې ژر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ډېر خطر لري، په تېره بیا په داسې وخت کې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزې لا ندي هوارې شوي.

د افغانستان د انتخاباتو کړکېچ او د عراق وروستيو حالاتو د امریکا وکیلان او د هغوی سیمهییز متحدین دې فکر ته اړ ایستي چې؛ وايي ولسمشر بارک اوباما باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو پر ایستلو له سره غور وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکایي ځواکونو لوړ پوړي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ هم تېره اوونۍ د امریکا د سنا د پوځي چارو کمېټې ته همدا اشاره کړې وه چې؛ دی او نور پوځي قومندانان غوره نه بولي چې؛ امریکا تر ۲۰۱۶ کال وروسته خپل تقریباً ټول سرتیري له افغانستان څخه وباسي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ستونزه باید حل شي؛ افغان امنیتي ځواکونه باید په پرله پسې ډول پرمختګ وکړي او د ۲۰۱۷ کال تر پایه دومره پیاوړي وي؛ چې په افغانستان کې د زرو امریکایي سرتېرو همکاري ورته کافي وي.

که څه هم جنرال ډانفورډ د ۳۵۲۰۰۰ افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه چې؛ د ۲۰۱۳ کال په جون کې یې د خپل هېواد امنیتي چارې په لاس کې واخستې او د ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د تاوتریخوالي په مقابل کې ودرېد خو وايي، چې افغان ځواکونه به د وسله والو د ځپلو لپاره د امریکايي سرتېرو په څېر موثر نه وي.

ده ټینګار کړی چې د افغان پوځ لپاره د روسي الوتکو د پېردولو د تړون لغوه کول ښایی د دوی د سرتېرو لپاره په ناورین واوړي.

د ډنفورد په وېنا له روسیې څخه د پېردونکو هلیکوپترو څخه به ۳۰ افغان ځانګړو ځواکونو ته د د تروریزم ضد عملیاتو او نشه یی توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړې شی.

ډنفورد همداراز وایي، د روسي ام ای ۱۷ هلیکوپترو پرته به افغان ځواکونه د ثبات راوستلو وړتیا له لاسه ورکړي او مونږ به له تروریزم سره د مبارزې په لار کې کمزوري ملګری ولرو.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوکراین د کړکېچ له کبله پر یو شمېر روسي شرکتونو بندیزونه ولګول.

د امریکا په کانګرس کې افغان پوځ ته د هلیکوپترو د پېرودولو په لار کې د احتمالي ستونزو یادونه هم ښایی د همدغو بندیزونو زېږنده وه.

Trending

Exit mobile version