کوید۱۹

بارک اوباما پر کروناویروس اخته شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې پر ورځ (د کب ۲۲ ) په ډاګه کړه، چې د کورونا ویروس کتنه یې مثبته ده؛ نور ښه دی، خو یوازې د ​​ستوني ستونزه لري.

د نوموړي ټویټ کړی: زما د کوویډ آزموینه مثبت وښودل شوه. زه له څو ورځو راپدیخوا د ستوني درد لرم؛ خو نور ښه یم. میشل (د بارک اوباما میرمن) او زه له واکسینېدو او پیاوړي کیدو خوښ او منندوی یوو. د هغې آزموینه منفي اعلام شوې شوه.

هغه دا هم ويلي، که واکسين شوي نه وئ، بايد ځانونه واکسين کړئ، چې د له پوره اخته کېدنې وژغورل شئ.

د جانز هاپکنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې؛ په امریکا کې پر کروناویروس ۷۹ میلیون او ۵۰۷ زره او ۳۰ کسان اخته شوي او ترې د مړېنې شمېر ۹۶۷۱۲۶ ته رسېدلی دی.

Trending

Exit mobile version