نړۍ
بایدن د دولت دښمن دی – ترمپ
د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ خپل ځایناستی جوبایدن د دولت دښمن ونوماوه.
د ترمپ دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې ولسمشر جوبایدن ترمپ او د هغه ملاتړي پر افراطیت او د امریکا د نظام پر وړاندې د ګواښونو پر رامنځته کولو تورن کړل.
د شنبې پر ورځ دونالد ترمپ په پنسلوانیا کې یوې غونډې ته په ډاګه کړه، چې د بایدن دغه خبرې د یوه امریکايي ولسمشر لخوا له کرکې ډکې او منافقانه خبرې دي.
ترمپ وایي: که تاسې غواړئ پر حقیقت پوه شئ؛ هغه د حکومت دښمن دی. هغه د خپل حکومت او د هغې ډلې دښمن دی، چې هغه یې څاري.
جو بایډن د پنجشنبې پر ورځ ملت ته په یوه وینا کې وویل، چې د جمهوري غوښتونکیو ګوند د دونالد ترمپ او د هغه د ملاتړو لخوا تر څارنې او ډار لاندې دی او دا د امریکا لپاره یو ګواښ دی.
د جمعې پر ورځ جوبایدن خپلې ځینې څرګندونې بېرته واخیستې او ویې ویل، چې د ترمپ ملاتړي د امریکا ته ګواښ نه بولي.