تازه خبرونه

بایدن د غیر ناتو د بنسټیز ملګري په توګه د افغانستان نومول نور پای ته ورسول

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۴۰۱)
د امریکا ولسمشر جوبایدن په رسمي بڼه افغانستان د ناټو د سترو متحدینو له نوملړه لرې کړ.

په ۱۳۹۱ لمریز / ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې امریکا افغانستان د یو ستر غیر ناتو ملګري په توګه ونوماوه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دفاعي او اقتصادي اړیکو د ساتلو لپاره لار اواره کړه.

د ملګرتیا د دغه دریځ له مخې د امریکا او ناتو سرتېرو له وتلو وروسته؛ افغانستان باید پوځي روزنه، پوځي تجهیزات او مرستې ترلاسه کړي، چې دا اوس ناشونې شوې ده.

هغه ویلي: د هغه واک له مخې، چې اساسي قانون او امریکایي قوانینو ولسمشر ته سپارلی؛ زه د ۱۹۶۱ کال د بهرنیو مرستو د قانون ۵۱۷ برخه، لغو کوم… او د امریکا د ستر غیر ناتو ملګري په توګه د افغانستان نومول نور پای ته رسوم.

د غیرناتو د ستر ملګري په توګه د اړیکو د پای ته رسولو له اعلان سره پیل شوې شاوخوا شل کلنه جګړه پوره پای ته رسیږي. په داسې حال کې، چې وروستی امریکایي دوه ستوریز جنرال کریستوفر تد دوناهو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر دېرشمه له افغانستان څخه ووت، چې ترې دوه اوونۍ مخکې د اګست پر پېنځلسمه طالبانو پر کابل خپله ولکه بیا ځلې ټېنګه کړې وه.

د یادونې ده، چې امریکا اوس په نړۍ کې ۱۸ ستر غیر ناتو ملګري؛ ارجنتاین، آسترالیا، بحرین، برازیل، کولمبیا، مصر، اسراییل، جاپان، اردن، کویت، مراکش، نیوزیلیند، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلیند او تونس لري.

Trending

Exit mobile version