تازه خبرونه

بایو متریک شوي سوالګر که بیا پر سوال کولو ونیول شي؛ زنداني به شي- پولیس

Published

on

پولیسو د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې بایو متریک شوي سوالګر که بیا پر سوال کولو ونیول شي؛ زنداني کیږي.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، پولیس به د سوالګرو د نیولو د کمیتې له لارښوونو سره سم ترې د ښار پاکولو بهیر پیل کړي.

د سوالګرو د راټولولو کمیته، چې مشري يې د ریس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر پر غاړه لري څرګندوي، چې له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا يې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۳۰۴۸ سوالګر راټول کړي، چې ۲۱۰۹ یې ښځې، ۲۸۳ یې نرینه او ۶۵۶ یې ماشومان دي.

دغه راز په ډاګه شوې، چې مستحق کسان د حرفوي سوالګرو له ډلې بېل او د مرستو د تر لاسه کولو له پاره افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وروبېژندل شول.

 د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر په څرګندونو کې راغلي:

– ښځېنه سوالګرې ۲۱۰۹

– د مرستو مستحقې ښځې ۶۲۹

– حرفوي سوالګرې ۱۴۸۰

– نرینه سوالګر ۲۸۳

– د مرستې مستحق نرینه ۶۰

– حرفوي سوالګر ۲۲۳

– ماشومان سوالګر۶۵۶

– د مرستې مستحق ماشومان  ۲۶۹

– حرفوي سوالګر ماشوم ۳۷۰

د لومړي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري ۱۷ یتیم ماشومان تعلیمي مرکزونو ته استول شوي او نور افغاني سرې میاشتې ټولنې ته د مرستو د ترلاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.

 د افغاني سرې میاشتې رياست ویاند عرفان الله شرف زوی ويلي، چې نن يې دغه رياست ته ورپېژندل شويو سوالګرو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل کړې او هره میاشت به دوه زره افغانۍ مستحقو کسانو ته ورکوي.

اسلامي امارت په داسې حال کې د سوالګرو راټولول بهیر پیل کړي، چې په وروستیو څو میاشتو کې د ښاري سوالګرو شمېر زیات شوی؛ خو داسې راپورونه هم شته، چې د دغو سوالګرو لږ شمېر حقیقي دي او ډېر شمېر یې له ځينو مافیايي کړیو او اشخاصو سره تړاو لري او حرفوي سوالګر دي، د نیولو لړۍ یې روانه ساتل شوې ده.

 

Trending

Exit mobile version