تازه خبرونه

بایډن د اسامه د مرګ د لسمې کلیزې په اړه ویلي، چې د دوزخ تر دروازې وڅارل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۰)

د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې پر ورځ ( د غویی ۱۲) د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژنې د لسمې کلیزې په اړه څرګنده کړې، چې اسامه د دوزخ تر دروازې څارل شوی او تر لاسه شو.

هغه دا هم ویلي، چې دا یوه داسې شېبه وه، چې هیڅکله به یې هیره نکړي.

 

هغه زیاته کړې؛ شاوخوا لس کاله مخکې دی او پخواني ولسمشر بارک اوباما او د امریکا د ملي امنیت شورا په پاکستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا د بن لادن د وژلو شاهدان ول.

نوموړي په دې اړه په خپل پیغام کې په ډاګه کړې: د سپټمبر له یوولسمې راپدیخوا شاوخوا لس کاله تېریږي او ملت مو د القاعده او د دوی د مشرانو د څارلو لپاره په جګړه کې ښکېل شو. مونږ بن لادن د دوزخ تر  دروازې وڅاره او هغه مو ونیولو. مونږ د خپلوهغو خلکو سره پر وعده، چې د سپټمبر پر ۱۱ نېټه یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي وفا کړې ده.

د القاعده مشر اسامه بن لادن لس کاله مخکې د ۲۰۱۱ کال د می پر ۲ د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایبټ آباد سیمه کې د امریکا د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي؛ د دغو هڅو په پایله کې به امریکا خپله اوږده جګړه پای ته رسوي او له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

بایډن د اپریل پر ۱۴ اعلان وکړ، چې د امریکایي سرتېرو وتل په می کې پیلیږي او ټول امریکایي سرتېري به د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده، د شنبې پر ورځ، چې د می لومړۍ نېټه وه ۱۰۰ کسیز پوځ یې له افغانستان ووت او د می پر دوه یمه یې په هلمند کې یوه پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

Trending

Exit mobile version