ساینس او ​​ټیکنالوژي

بایډن د ناسا جیمز ویب تیلسکوپ له لومړني روښانه انځورمخکتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۱)

په هغو مراسمو کې، چې د امریکا ولسمشر او مرستیاله یې هم ګډونوال ول؛ ناسا د جیمز ویب سپیس ټیلسکوپ لخوا د کائیناتو ثبت شوی لومړنی رنګه انځور خپور کړ او دا له بیګ بینګ وروسته د رامنځته شوي لومړي کهکشان ترټولو روښانه او د لیدو وړ انځور دی.

په دې مراسمو کې، چې د دوشنبې پر ماښام ( د چنګاښ شلمه) په سپینه ماڼۍ کې د جو بایډن پر وینا پیل شول؛ نوموړي وویل؛ د انځورونو نړۍ ته ښیي، چې امریکا کولی شي لوی کارونه وکړي او د امریکا خلکو په ځانګړي توګه زمونږ اولادونو ته یادونه کوي، چې هیڅ شی زمونږ له وړتیاوو ارزښتمن ندی.

د ناسا رییس بل نیلسون ویل؛ دا انځور د کائناتو یوازې یوه کوچنۍ برخه ښیي او هغه رڼا، چې تاسې یې په دې کوچنۍ برخه کې ګورئ، د ۱۳ میلیارد کلونو راپدیخوا حرکت کوي.

د سې شنبې پر ورځ NASA نیت لري، چې د جیمز ویب سپیس تیلسکوپ (JWST) لخوا اخیستل شوي نور عکسونه هم خپاره کړي.

د دې عکسونو خپرول د ساینسي کار رسمي پیل هم په نښه کوي، چې تر ټولو لوی او خورا ځواکمن تیلسکوپ فضا ته استول شوی.

څو میاشتې وړاندې د “جیمز ویب” تیلسکوپ لومړني ۱۸ ازمایښتي عکسونه ځمکې ته راواستول.

دغه تیلسکوپ د تېر کال د دسمبر پر پېنځه ویشتمه د فرانسوي په ګویان کې لخه آریان لانچر څخه فضا ته و توغول شو. امریکايي، کاناډايي او اروپايي فضايي ادارې په دې پروژه کې ګډه همکاري لري.

د دغه تیلسکوپ جوړولو څه د پاسه ۳۰ کاله وخت ونیوه او شاوخوا ۱۰ میلیارد دالر، چې نږدې ۸،۸ میلیارد یوروکیږي؛ لګښت راغلی.

د دې تیلسکوپ موخه په کایناتو کې د لومړيو ستوریو څخه د انځور اخیستنه ده، چې له دیارلس نیم میلیارد کلونو څخه ډېر عمر لري. جیمز ویب به په نورو شمسي سیسټمونو کې سیارې هم انځوریزې کړي او دا کار به ساینس پوهانو ته اجازه ورکړي، چې د دوی د استوګنې پر وړتیاوو څېړنې وکړي.

جیمز ویب به په فضا کې شاوخوا یونیم میلیون کیلومتره الوت وکړي او د نورو شیانو تر څنګ به د ۲۵ مربع متره ښیښې په مرسته د لومړنيو کائناتو انځورونه واخلي. ساینس پوهان هیله لري، چې د دې تیلسکوپ لخوا اخیستل شوي انځورونه به د ۱۳ اعشاریه ۸ میلیارد کاله وړاندې له سترې چاودنې وروسته وخت انځور کړي.

Trending

Exit mobile version