نړۍ
بایډن راتلونکې میاشت جنوبي کوریا او جاپان ته سفر کوي
(Last Updated On: غویی ۸, ۱۴۰۱)
سپینې ماڼۍ ویلي؛ د امریکا ولسمشر راتلونکې میاشت جنوبي کوریا او جاپان ته سفر کوي او د دغو هېوادونو له مشرانو سره به پر لیدنې سربېره په څو اړخیزه امنیتي غونډه کې هم ګډون وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند جين ساکي نن سهار (پنجشنبه د غویی ۸ ) په ډاګه کړې، چې د امريکا ولسمشر جوبايډن به د راروانې میاشتې له ٢٠ تر ٢٤ / د غویی له ۳۰ څخه د غبرګولي تر ۳ جنوبي کوريا او جاپان ته سفر وکړي.
ساکي په ډاګه کړې، چې بایډن به جنوبي کوریا او جاپان ته په خپل سفر کې د دواړو آسیایي هېوادونو له مشرانو سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.
د اعلامیې له مخې، د امریکا ولسمشر به توکیو ته د خپل سفر د یوې برخې په توګه د څلور اړخیز امنیتي ډیالوګ ګروپ (QUAD) په غونډه کې هم ګډون وکړي، چې د امریکا، آسټرالیا، جاپان او هند په ګډون جوړیږي.