نړۍ

بایډن په جنګي جرمونو کې د ښکېلتیا پر تور د پوتین د محاکمه کولو غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۶, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون (دوشنبه د وري ۱۵) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې پر جنګي جرمونو تورن کړ او د هغه د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

بایډن دا څرګندونې د کیف د څنډې بوچا په اړوند سیمه کې د ملکي وګړیو د جسدونو د موندلو په غبرګون کې کړې دي.

بایډن خبریالانو ته په دې اړه څرکنده کړې: تاسې ولیدل، چې په بوچا کې څه پېښ شوي. هغه (پوتین) یو جنګي مجرم دی.

د کیف څنډې ته په بوچا کې د ډله ییزې وژنې په اړه راپورونه هغه مهال له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې، چې روسي ځواکونو دا ښار خوشې کړ او اوکرایني ځواکونه ورننوتل.

جو بایډن څرګنده کړې: مونږ باید معلومات راټول کړو. مونږ باید اوکراین ته د جګړې د دوام لپاره د اړتیا وړ وسلو چمتو کول روان وساتو او باید ټول هغه شواهد ترلاسه کړو، چې د جنګي جرمونو رښتینې محاکمه ترسره کړو.

دغه راز په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې په دې اړه ویلي، چې په امنیت شورا کې باید د روسیې غړیتوب وځنډیږي.

د بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان خبریالانو ته په ډاګه کړې، چې امریکا به د جنګي جرمونو د دوسیې د ثبتولو لپاره له څلورو سرچینو معلومات وغواړي.

هغه زیاته کړې امریکا به د جرمونو په نړیواله محکمه یا بل ځای کې دا قضیه ثبت کړي.

کرملین په کلکه د ملکي وګړیو د وژلو تورونه رد کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې پنټاګون نشي کولی په خپلواک ډول د جرمونو تصدیق وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې له بوچا څخه لیدنه کړې، ویلي؛ په سیمه کې نسل وژنه شوې ده.

په اروپا کې هم له بوچا څخه د جسدونو موندلو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د رویټرز په وینا، دا لومړی ځل ندی، چې بایډن د فبرورۍ پر ۲۴ هم پوتین هغه مهال جنګي مجرم نومولی، چې پر اوکراین یې برید وکړ؛ خو مسکو یې ځانګړي عملیات بولي.

کرملین ویلي، چې د بایډن دې هڅې د امریکا او روسیې اړیکې خرابې کړې دي.

د یادونې ده، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لویدیځ پر روسیې یو لړ پراخ بندیزونه لګولي دي.

Trending

Exit mobile version