تازه خبرونه
بدخشان ولایت ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزلې ولړزاوه
(Last Updated On: لړم ۱۶, ۱۴۰۱)
د دوشنبې پر ورځ سهار شاوخوا ۷:۵۵ دقیقې په بدخشان ولایت کې د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۴ درجې زلزله ثبت شوې ده.
د امریکا د ځمکپوهنې ادارې خبر ورکړی، چې د زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې و.
د دې زلزلې ژوروالی د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې ۱۰۳ کیلومتره ژوروالی درلود.
د سرچينې د څرګندونو له مخې؛ دغې زلزلې د فيض آباد ښار، اشکاشم او د تاجکستان ځينې برخې هم لړزولې دي.
تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو په اړه څه ویل شوي ندي.