تازه خبرونه

بريټانيا په ايران کې له افغان کډوالو سره يو ميليون ډالره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۰)

په ایران کې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام څرګنده ګړې، چې بریټانیا په ایران کې له زیانمنو افغان کډوالو سره یو میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د خواړو نړیوال پروګرام د بریټانیا له یو میلیون ډالرو مرستې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا به له نویو افغان کډوالو سره د مرستې زمینه برابره کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پیسې به په ایران کې د ۳۱ زره افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ولګول شي.

په ایران کښې د خواړو نړیوال پروګرام استازې او مشره نیګار ګرامی ویلي: مونږ په ایران کې د خپلو پروژو د سخاوتمندانه مرستو او ملاتړ لپاره د ګډو ګټو د بهرنیو چارو ادارې او پراختیا له دفتره منندوی یوو. د ژمي ستونزمنې میاشتې، بې روزګاري، د نغدو پیسو نشتوالي او د بیو لوړېدو په افغانستان کې بشري ناورین نور هم پراخ کړی، چې نږدې ۲۴ میلیون وګړي یې د خواړو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړي دي. دا ډیره مهمه ده، چې د خواړو نړیوال پروګرام د کډوالو له ناڅاپي راتګ وروسته هر ډول بېړني حالت ته د ځواب ویلو چمتووالی ولري.

په تهران کې د بریټانیا سفیر سایمن شیرکلیف ویلي، هېواد یې له ایران سره د هغو افغان کډوالو په ملاتړ کې مرسته کوي، چې غواړي له هېواده ووځي.

هغه زیاته کړې، بریټانیا د افغانستان د خلکو او سیمه ییزو شریکانو تر څنګ د دغه هېواد د باثباته او سوله ییز راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره ولاړه ده.

خو پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ګڼ شمېر افغانانو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version