تازه خبرونه

برښنايي تذکرو ته نوي قومي نوملړ غبرګونونه راپارولي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۳۹۹)

د مرکزي احصائې لخوا د برښنايي تذکرو په لښتیلیک(جدول) کې د یو شمېر قومونو زیاتولو پر دولتي چارواکو سربیره د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

مرکزي احصائې د الکترونیکي تذکرو په معلوماتي لښتیلیک کې د ځينو قومونو نومونه ځای پر ځای کړي، چې دې کار د یو شمېر کسانو غبرګونونه را پارولي دي.ځينې سیاستوالو ويلي، چې د مرکزي احصائې اداره غواړي د قومونو تر منځ نفاق او بېلوالی رامنځته کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش ویلي، چې د مرکزې احصائې دا کار عملي ندی او د قومونو ترمنځ  تربګنیو، دښمنیو او بېلولو ته لمن وهي. 

د ولسمشر د دوه یم مرستیال د رسنیو د دفتر مشر ویلي؛ د بیړې  پرېکړې حکومت تر پوښتنې لاندې راولي او هم په خلکو کې کرکه او نفرت رامنځته کوي

د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني ویلي، چې د مرکزي احصائې ادارې د یوه پلان شوي حرکت له مخې د ولسوالیو او کلیو تجزیه پیل کړې.

 عطا محمد نور ویلي، چې دا اداره قومونه په سمه توګه نه پېژني.

د بلخ د ولایتي شوری مشر محمد افضل حدید وایي: دا حکومتي اداره نه پوهیږي، چې د قوم او استوګنې د سیمې تر منځ پوپیر شته او دا ناشونې ده، چې یوې سیمې اوسیدونکي د سیمې پر نوم په قومي نوملړ کې ولیکل شي.

د ملي پخلاینې عالي شوری مشر عبدالله عبدالله ویلي؛ د مرکزې احصائي دا معلومات تېروتنه ده، چې باید سمه شي.

د مرکزي احصائې ادارې ويلي، چې د قومونو د مخورو او مشرانو په غوښتنه یې د الکترونیکي تذکرو په معلوماتي جدول کې د دې قومونو نومونه زیات کړي.

د مرکزې احصائې ادارې ویانده رویینا شهابي وایي: دا پرېکړه د اړوند قومونو د مشرانو د غوښتنې او د اساسي قانون د درېیم بند د څلورمې مادې له مخې په پام کې نیول شوې ده.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغو قومونو له بېلابېلو رسمي سرچینو د ټینګار له مخې، چې په اساسي قانون کې یې د قوم نوم ښکاره ندی اخیستل شوی؛ په برښنایي پېژندپاڼو کې یې د لیکلو غوښتنه کړې ده.   

د افغانستان د اساسي قانون په څوارلسمه ماده کې د څوارلس قومونو نومونه یاد شوي؛ خو اوس د ۵۴ قومونو نومونه ډېر شوي دي.

ویل کیږي، چې مرکزي احصائیه غواړي له دې کار سره تاجک، ازبک او هزاره پر وړو قومونو ووېشي. په داسې حال کې، چې پښتانه یو قوم دی.

Trending

Exit mobile version