تازه خبرونه
برګ: ناټو له افغانستان څخه د وتو نیټه نه ده ټاکلې
د ناټو سرمنشيينزستولتن برګوایي؛ ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې د حضور غوښتنه لري.
ښاغلی برګد دغه مطلب په څرګندولو سره ټینګار کوي چې ناټو د پریکنده ملاتړ د ماموریت د پای ته رسولو لپاره کره نیټه نه ده ټاکلې.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره غواړي د هغوي تر څنګ ودریږي.
د ناټو سرمنشي ينزستولتن برګ په افغانستان کې د ناټو د تېرو ۱۳ کلونو پوځي رول مهم او حیاتي وباله او ویې ویل چې ناټو غواړي په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې حضور ولري.
دی وایي افغان ځواکونه ښه ځلیدلي؛ خو لا هم د ده په خبره دغه ځواکونه د ملاتړ دوام ته اړتیا لري:
“زما توقع دا ده چې موږ به پریکړه وکړو څو په افغانستان کې دغه راز حضور ولرو، حتی افغان ځواکونو ته د زدکړو، سلا مشورې او تجهیز د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم.“
دی ټینګار کوي چې ناټو په افغانستان کې د پریکنده ملاتړ د پای ته رسولو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکلې.
“مونږ د ناټو د ماموریت د پای ته رسولو لپاره مشخصه نیټه نه ده ټاکلې، چې څومره دغه ماموریت دوام وکړي. یواځې امریکا ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې به د پریکنده ملاتړ په ماموریت کې خپل حضور پای ته ورسوي، وروسته له هغې باید مونږ پریکړه وکړو چې د پریکنده ملاتړ ماموریت څه وخت پای ته ورسوو.“
د ناټو سرمنشي وایی، د ترکیې د انتالیا په ښار کې به د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې پریکړه وشي چې د ناټو د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته څه وکړو. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵ کال په پیل سره افغانستان کې جګړو زور اخیستی.
د افغانستان د ملي شورا غړي امنیتي وضعیت ته په کتو سره له ناټو او امریکا غواړي چې په خپلو تګلارو بیا کتنه وکړي.
خبریال: محمد میلاد سکندري
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه20 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي