بی بی سی پښتو
بریتانیا افغانو فوټبالرو نجونو او کورنیو ته یې ویزې ورکوي
د بریتانیا حکومت ویلي، لسګونو ځوانو افغانو فوټبالرو نجونو او د هغوی کورنیو ته به د بریتانیا ویزې ورکوي. دا ګام د بریتانیا د حکومت د هغه پلان برخه ده چې له مخې به یې زرګونه اړمنو افغانانو ته بریتانیا کې د مېشتېدو زمینه برابرېږي.
د ۳۵ فوټبالرو نجونو دا ډله پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د پاکستاني حکومت په بلنه او منځګړتوب اسلام اباد ته تللې وه او تر دې دمه هلته په یوه هوټل کې مېشتې وې.
ویل کېږي چې د دوشنبې پر ورځ به د دې نجونو د پاکستان موقتي ویزه ختمه شي، خو بریتانیا ته راتلو کې به یې لا هم دوه یا درې اوونۍ وخت لګېږي.
د (ورکېټ فاونډېشن) په نامه یوه بنسټ له دې نجونو سره له افغانستان وتلو کې مرسته کړې وه او وروسته همدې بنسټ د بریتانیا له حکومته غوښتي وو چې دې ځوانو فوټبالرانو ته ویزې ورکړي.
د دې بنسټ مشرې ‘سیو انې ماري ګېل’ ویلي، دا یو بهترن خبر دی چې یادې نجونې به بریتانیا ته راځي.
نوموړي د بریتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن، د کورنیو چارو وزیرې پریټي پټېل او همدا راز د پاکستان د لومړي وزیر او د دې هېواد فوټبال فدراسیون مننه هم کړې.
اغلې ګېل وایي، دې نجونو ته کورنیو ته یې د ژوند یو بل فرصت ورکړل شوی او بنسټ به یې هڅه کوي چې دوی په بریتانیا کې په اسانۍ سره ځای پر ځای شي او خپل نوی ژوند پیل کړي.
د بریتانیا مشهورو فوټبال لوبډلو چېلسي او لیډز یونایټډ هم ژمنه کړې ده چې دې افغانو فوټبالرو نجونو سره به مرسته کوي.
د (روکېټ فاونډېشن) مشره وایي، دا نجونې د خپل برخلیک په اړه پرېشانې وې او دا وېره هم وه چې که کوم هېواد پناه ورنکړي، ښایي له مجبوریته بېرته افغانستان ته ستنې شي.
د دغو نجونو عمرونه د ۱۳ او ۱۹ کالو ترمنځ دي او ډېری یې د لویدیځ هرات ولایت اوسېدونکې دي.
کله چې له کابله د بهرنیو او افغان وګړو ایستل پیل شول، دا نجونې هم له خپلو کورنیو سره کابل ته لاړې او هلته د څه مودې لپاره امن خونو کې مېشتې شوې.
د (روکېټ فاونډېشن) وایي، په دې ډله کې ګڼو نجونو ته د مرګ ګواښونه شوي وواو سختې وېرېدلې وې.
یاده دې وي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته په اسټرالیا کې او همدا راز (ب) لوبډلې ته په پرتګال کې پناه ورکړل شوې، خو د ځوانو نجونو د لوبډلې برخلیک تر دې دمه نالوم و.
لومړی پلان دا و چې نجونو قطر ته ولېږدول شي، خو پر هغه ورځ چې دوی کابل هوایي ډګر ته روانې شوې، هلته ځانمرګي برید درنه مرګژوبله واړوله او د دوی سفر هم لغوه شو.
له هغه برید وروسته دا نجونې تر لسو ورځې کابل کې پټې وې، او وروسته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په امر د پاکستان ویزې ورکړل شوې او هغه هېواد ته لاړې.