سیمه ییز خبرونه
بریتانیا خپلې بې پیلوته جنگي الوتکې له افغانستان څخه باسي او عراق ته یې لیږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
بریتانیا اعلان کړی، چې دا هېواد خپلې جنگي بې پیلوته الوتکې له افغانستان څخه وباسي او عراق ته یې لیږي، چې د داعش په وړاندې عملیاتو کې وکارول شي.
د فرانس پریس خبري سرچینې د گزارش پر بنسټ؛ د بریتانیا دفاع وزیر فلیپ هاموند تېره ورځ پارلمان ته په ډاگه کړې، چې د هېواد جنگي بې پیلوته الوتکې به د نړیوال ائتلاف تر څنگ د داعش په وړاندي مبارزه کې برخه واخلي.
د دغه گام په پورته کولو به دا لومړی ځل وي، چې دا هېواد د افغانستان تر څنگ یو بل هېواد ته هم خپلې جنگي بې پیلوته الوتکې لیږي.
بریتانی تر دې دمه په عراق کې اته جنگي تورنادو ډوله الوتکې لري، چې د داعش په وړاندې په مبارزه کې ښکېلې دي.