تازه خبرونه

بریتانیا د افغانستان لپاره نوی چارسمبالی وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲)

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت رابرت دیکسن په افغانستان کې د دغه هېواد د لنډ‌مهالي دیپلوماتیک ماموریت د چارسمبالي په توګه ټاکلی دی.

دغه وزارت د جمعې پر ورځ ( د د غبرګولي ۱۹ ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې رابرت دیکسن به په راتلونکې میاشت کې له دوحې څخه د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارتي ماموریت پیل کړي.

رابرت دیکسن له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د مرستیال او چارسمبالي په توګه دنده ترسره کړې ده.

رابرت دیکسن پر افغانستان سربېره په بنګله دېش، بالکان، امریکا او فلیپین کې د دیپلومات په توګه دندې ترسره کړې دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته برتانیې خپل سفارت له کابل څخه دوحې ته ولېږداوه.

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت د چارسمبالي په توګه د رابرت دیکسن له ټاکل کیدو مخکې هوګو شارتر دغه دنده ترسره کوله.

Trending

Exit mobile version