تازه خبرونه
بریتانیا له افغانستان سره ۳۷۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه
انګلستان د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو له سرمشریزې مخکې اعلان وکړ، چې د ژغورونکیو خوراکي توکو او بېړنیو طبي مرستو په برخه کې به له افغانانو سره ۳۷۴ میلیون ډالره مرسته وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۴.۴ میلیارډ ډالرو د مرستې په اړه به د بریټانیا په کوربتوب یوه نړیواله غونډه جوړه شي. ټاکل شوې، چې دغه غونډه د مارچ په ۳۱ جوړيږي.
ملګري ملتونه اټکل کوي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا لس میلیون ماشومان د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دغه ټولنه هڅه کوي، چې د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له څلور میلیارډ ډالرو زیاتې پیسې ولګوي. دا د یوه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو تر ټولو لویه مالي غوښتنه ده.
پر بېړنیو بشري مرستو سربېره، د بریټانیا حکومت ویلي، چې دوی به د لومړنیو خدماتو ملاتړ وکړي. لکه روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي ښه کول او د وچکالۍ د اغېزو د لرې کولو لپاره له کروندګرو سره مرسته کول.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د لندن نوې مرستې به د ملګرو ملتونو د همکارانو او باوري غیر دولتي ټولنو له لارې ووېشل شي.
د انګلستان حکومت ټینګار کړی، چې هیڅ ډول مالي مرسته به مستقیما اسلامي امارت ته نه ځي.
د بريټانيا د بهرنيو چارو وزيرې ليز ټراس ويلي، هغه هېوادونه راغونډوي، چې له افغان ولس سره مرسته وکړي او د خوراکي توکو، سرپناه او روغتيايي وسايلو په برخه کې پرمختګ وکړي.
د هغې د څرګندونو له مخې، افغان مېرمنې او نجونې به د بريټانيا د پاملرنې محور وي.
آغلې ټراس ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د دوی د حقونو د ساتنې لپاره رغنده همکاري وکړي او د نجونو د تعلیم د بندولو پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي.
بريټانيا وايي، په۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ مالي کالونو کې يې له افغانستان سره خپلې مرستې دوه برابره کړې دي.