تازه خبرونه

بریتانیوي اتباع دې له اړتیا پرته په افغانستان کې له ګرزیدو ډډه وکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د برتانیا دولت له خپلو افغانستان میشتو اتباعو غوښتي، چې له اړتیا پرته دې ان د کابل په امنیتي شنو سیمو کې له تګ راتګه ډډه وکړي.

د انګلستان حکومت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۴ / د جنورۍ ۴) خپلو اتباعو ته سپارښتنه وکړه، چې پنجشېر او بامیان ولایتونو ته دې نا اړین سفرونه نکوي او د کابل د هوایي ډګر په اړوند سیمو کې دې هم پرته له اړتیا نه ګرزي.

د بریتانیا حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ د بریتانیا اتباع دې د امنیتي ګواښونو له کبله د ښارونو په هوتلونو او میلمستونونو کې هم شپې نکوي.

 دغو ګواښونو ته په کتو، د انګلستان حکومت دا ټینګار هم کړی، چې اتباع  یې باید د نا آرامۍ په صورت کې له افغانستان څخه وتلو ته ځان چمتو لري.

د انګلستان حکومت د قاسم سلیماني له وژل کیدو سره سم هم خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې وه، چې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتیدو وروسته دې ایران، عراق او د منځني ختیځ ځینې نورو هېوادونو ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

قاسم سلیماني د پنجشنبې پر شپه د مرغومي پر ۱۲ په عراق کې د امریکا پر هوايي برید ووژل شو.

ایران امریکا ته د سخت بدل اخیستو ګواښ کړی دی.

د یادونې ده، چې د بریتانیا حکومت له خپلو هېوادوالو غوښتي، چې افغانستان ته دې سفر نکوي

 

Trending

Exit mobile version